په سعودي کې چارواکي وايي ۴۶ کسان یې د ترهګریزو فعالیتونو سره د رابطې په تور نیولي دي.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر منصور الترکي وویل چې په نیول شویو کسانو کې یې ۳۲ د سعودي اوسېدونکي دي او پاتې نور یې د مصر، یمن، پاکستان، افغانستان، سوډان او اردن دي.
په دغو کسانو تور دی چې تېرکال د رمضان په میاشت کې په مدینې او جدي کې په ځانمرګي برید او چاودنې کې لاس درلوده.
د رمضان په میاشت کې "نبوي مسجد" ته نژې په شوې چاودنې کې څلور کسان وژل شوي وو. وزیر الترکي وویل چې دغو کسانو په جده کې د متحدو ایالتونو کونسلګرۍ ته نژدې په ځانمرګي برید کې هم لاس لري.
نوموړي د یکشنبې په ورځ په ریاض کې مطبوعاتي کنفرانس کې دا معلومات ورکړل.
اسوشیتډ پرس وايي مخکې سعودي چارواکو ویلي وو چې د مدیني په برید کې د سعودي او د جدي په برید کې یو پاکستاني لاس لره.
د سعودي چارواکو د نیول شویو کسانو په اړه ډېر معلومات ورنکړل، خو وايي چې له هغوی نه یې تحقیقات پیل کړی دي.
په سعودي کې د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لسګونه زره خلک کاروبار او غریبي کوي.