د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي او ایران کړکیچ، مذهب که سیاست؟


قهرجنو مظاهره کوونکو په تهران او مشهد کې د سعودي پر سفارت او کنسلگرۍ بریدونه وکړل او په غبرگون کې ریاض د تهران سره اړیکې وشلولې.
قهرجنو مظاهره کوونکو په تهران او مشهد کې د سعودي پر سفارت او کنسلگرۍ بریدونه وکړل او په غبرگون کې ریاض د تهران سره اړیکې وشلولې.

د شیعه روحاني شیخ باقر نمر په اعدامولو سره سعودي عربستان د سیمه ییز فرقوي تاوتریخوالي اور ته لمن ووهله. ددې دواړو هیوادونو سیالۍ د سوریې او یمن د جگړو د سوله ییز حل کوششونه هم له گواښ سره مخامخ کړي دي.

د اسوشیتید پرس اژانس په وینا دا نوی انکشاف د سعودي عربستان د تیر کال د تهاجمي موقف یوه برخه ده چې په یمن کې د شیعه یاغیانو پر ضد د هوایي بریدونو کمپاین او سوري یاغیانو ته د مرستو زیاتوالی په کې شامل دی.

سعودي عربستان په دغه نوی پالیسي سره هڅه کوي چې په عربي نړۍ کې د ایران د نفوذ مخه ونیول شي، په ځانگړې توگه چې د تیر کال د اتومي موافقې په نتیجه کې ریاض د تهران او واشنگټن ترمنځ د اړیکو په ښه کیدو اندیښمن دی.

خو دا کار یو غښتلی داخلي عامل هم لري. پاچا سلمان او د هغه ځوی چې د سعودي دوهم ولیعهد دی غواړي په داسې حال کې دننه په هیواد کې خپل موقف او واکمني ټینگه کړي چې دا هیواد د تیلو د ټیټې بیې په وجه د اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

خو د برتانیه په دورهان پوهنتون کې د منځني ختیځ د سیاست پروفیسور کرستوفر ډیویډسن د شیخ نمر د اعدام په اړوند وایي "دا یو ډیر غیر منطقي او ناسم دریځ بریښي." او زیاتوي چې "دا کار تر ډیره پخپله د سعودي د داخلي تحرکاتو پورې اړه لري چې په پرله پسې توگه ددې هیواد د واکمنې کورنۍ له کنترول څخه وځي."

غوصه او غبرگون

د باقر نمر اعدامولو د نړۍ په گوټ گوټ کې د شیعه مذهبو غوصه راوپاروله، په عراق، بحرین، پاکستان او حتی د سعودي عربستان د ختیځ په شیعه میشته سیمه کې اعتراضونه وشول او د ایران حکومت چې ځان په سیمه کې د شیعه گانو مدافع گڼي دغه اعدام په لوړ آواز وغانده.

قهرجنو مظاهره کوونکو په تهران او مشهد کې د سعودي پر سفارت او کنسلگرۍ بریدونه وکړل او په غبرگون کې ریاض د تهران سره اړیکې وشلولې.

وروستی ځل په ١٩٨٨ کې سعودي عربستان د ایران سره خپلې اړیکې هغه وخت وشلولې چې په تهران کې ددې هیواد پر سفارت مظاهره کوونکو برید وکړ. دې کار سیمه ییز انډول ولړزاوه او صدام حسین په ١٩٩٠ کې پر کویټ باندې یرغل وکړ.

د کارپوهانو په اند ښایي دا به مشکله وي چې کمزوري اقدامات دې وکړای شي دغه سخته سیمه ییزه سیالي پای ته ورسوي کومه چې د منځني ختیځ په گوټ گوټ کې جگړو او سیاسي مجادلو ته لمن وهي او ریاض او تهران د مخالفو اړخونو ملاتړ کوي.

د شیعه شیخ اعدامولو د سعودي عربستان سخت دریځه سونيان چې د واکمنۍ کورنۍ د ملاتړو اصلي منبع ده، راضي کړي دي. د رپوټونو له مخې سعودي سني عالمان چې د وهابیت د سخت دریځه دوکتورینو پیروان دي غواړي شیعه مذهبه چې د سعودي د ٢٩ میلیونه نفوس له لسو څخه تر پنځه لسو فیصدو پورې جوړوي، وځپل شي.

څیړونکي په دې باور دي چې د سعودي دوهم ولیعهد د پاچا سلمان دیرش کلن ځوی شهزاده محمد د سخت سیمه ییز سیاسي خطرونو د قبلولو په اړه د سعودي عربستان د موقف اصلي محرک دی.

د سعودي د دفاع وزیر شهزاده محمد د دوشنبې په ورځ دنوي د کړکیچ د پراخیدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري، د جرمني د دفاع له وزیر او د سوډاني چارواکي سره د سلا مشورو لپاره تماسونه ونیول.

داسې ښکاري چې د سعودي او ایران ترمنځ نوی راټوکیدلې ستونزې به په سیمه کې ډیر نورې ستونزې وزیږوي او په نتیجه کې به د شخړو ځپلي منځني ختیځ د سولې کوششونه نور هم شا ته واچوي.

XS
SM
MD
LG