د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي پاچا له ۵۰۷ ټنه بار او ۲۴ شهزادګانو سره اندونیزیا ته ځي


پاچا دوه ۶۰۰-اس مرسدیس بنسونه او دوه برېښنايي لفټونه هم له ځان سره انتقالوي
پاچا دوه ۶۰۰-اس مرسدیس بنسونه او دوه برېښنايي لفټونه هم له ځان سره انتقالوي

دا په تېرو ۴۶ کلونو کې لومړی ځل دی چې د سعودي یو پاچا د نفوس له پلوه تر ټولو لوی اسلامي هېواد ته سفر کوي.

د سعودي پاچا داسې مهال اندونیزیا ته ځي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې پام وړ بلل شوي دي.

واشنګټن پوست وايي د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره په دغه سفر کې ۱۵۰۰ کسان مله دي، چې لس وزیران، ۲۵ شهزادګان او لږ تر لږه ۱۰۰ امنیتي کارکوونکي په کې دي.

د دغه پاچا لیږدونکي شرکت ویلي چې د سفر د تظیم لپاره به شاوخوا ۵۷۲ کسان وګماري. د اندونیزیا خبري اژانس وايي چې پاچا به په دغه سفر کې ۵۰۷ ټنه بار هم له ځان سره لېږدوي، چې دوه ۶۰۰-اس مرسدیس بنسونه او دوه برېښنايي لفټونه هم په کې دي.

معمولآ د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ سفرونه همدا ډول وي. په ۲۰۱۵ کال کې شاه سلمان بن عبدالعزیز واشنګټن ډي سي ته د سفر پر مهال د ښار په یو تر ټولو قیمتي او عصري ځای کې یو هوټل، چې ۲۲۲ خونې یې درلودې، کرایه کړ.

سره له دې چې د سعودي د پاچا سفر قیمتي بلل کیږي، خو په نړۍ کې تر دې هم قیمتي او له ګڼ ګوڼې ډک سفرونه شوي دي. په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا مخکني ولسمشر بارک اوباما د جنوبي افریقا صحرا ته د خپل سفر پرمهال ۵۶ ګاډي او سلګونه امنیتي کسان له ځان سره لرل.

XS
SM
MD
LG