د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ تر ټولو ستر هوټل د کعبې په گاونډ کې جوړیږي


د دې بیساري هوټل په جوړیدو به ۳۶۰۰ میلیون ډالره ولگیږي.
د دې بیساري هوټل په جوړیدو به ۳۶۰۰ میلیون ډالره ولگیږي.

ټاکل شوې چې د نړۍ تر ټولو ستر هوټل د "ابراج کدی" په نوم چې د ژوندانه بیساري امکانات به ولري د ٢٠١٧ کال تر پایه د کعبې شریفې په گاونډ کې پرانستل شي.

د دې بیساري هوټل په جوړیدو به ۳۶۰۰ میلیون ډالره ولگیږي. ابراج کدي به ۱۰ زره د خوب خونې، ۷۰ رستورانونه او د هلیکوپترو د ناستې لپاره څلور ځایونه ولري.

دا هوټل د ١٢ برجونو نه جوړ شوی چې سره نښتې دي او هر یو یې ۴٥ پوړه لري. د دې هوټل پنځه پوړونه یواځې د سعودي سلطنتي کورنۍ ته ځانگړي شوي دي.

د ترانسپورت منظم سرکونه، استراحت ځایونه، خرڅلاو ځایونه او د نقلیه وسایطو څو تم ځایونه ددې پنځه ستوري عصري او مجلل هوټل د نورو امکاناتو څخه دي چې د حرم شریف په دوه کیلومیترۍ کې موقعیت لري.

د ابراج کدي هوټل چې په ۱.۴ میلیون متر مربع ځمکه کې جوړیږي د سعودي عربستان د مالیې وزارت له لورې تمویلیږي او طرحه او پلي کول یې د دارالهندسه په نوم د مهندسانو ډله په غاړه لري.

د کعبې په شاوخوا کې د لوړو ودانیو د جوړولو یو شمیر منتقدین وایي چې دغو ودانیو د مسلمانانو تر ټولو سپیڅلی ودانۍ چې کعبه شریفه ده، را احاطه کړې ده.

مکه هر کال د میلیونونو حاجیانو کوربه وي چې د حج د ادا کولو د مناسکو لپاره دغه ښار ته ځي او په پام کې دي چې د ابراج کدي هوټل زیاتې خونې هم حاجیانو ته په کرایه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG