د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عرب شاوخوا ۴۰زره پاکستانیان شړلي دي


د سعودي چارواکي وايي ډېر شړل شوي پاکستانیان په جنايي جرمونو او نورو پېښو کې دخیل وو
د سعودي چارواکي وايي ډېر شړل شوي پاکستانیان په جنايي جرمونو او نورو پېښو کې دخیل وو

سعودي په تېرو شاوخوا څلورو میاشتو کې لږ تر لږه ۴۰۰۰۰ زره پاکستانیان له خپلې خاورې شړلي دي.

د سعودي چارواکي وايي شړل شویو پاکستانیانو په سعودي کې د کار او ژوند کولو اصول او قوانین مات کړي وو. د سعودي ګزیت ویپاڼې د چارواکو له خولې راپور ورکړی چې دا مهال شاوخوا ۸۲ تنه پاکستانیان له اورپکو ډلو سره د لاس لرلو په تور د سعودي په زندانونو کې پراته دي.

دې خبرې د سعوديانو د امنیت په اړه اندېښنه پیدا کړي ده. د سعودي یو امنیتي چارواکی عبدالله السعودون وايي چې په شړل شویو کې یې یو شمېر په غلا او نورو جنايي جرمونو کې دخیل وو. نوموړي ویلي چې پاکستان له افغانستان سره نژدې دی او همدغه راز "پاکستان د طالب اورپکو د زېږېدو ځای دی بناً باید د استول کېدونکو پاکستانیانو په اړه دواړه خواوې خبر وي."

راپور وايي د سعودي پولیسو په تازه چاپه کې ۱۵ مشکوک ورانکاري پاکستانیان هم نیولي چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي، همدغه راز تېرکال په روژه کې د عبدالله ګلزار په نامه یو پاکستاني په جده کې ځانمرګی برید وکړ.

ګزیت ویپاڼه وايي چې تېرکال د سعودي پولیسو یو پلان شوی ترهګریز برید هم خنثی کړ چې په کې دوه پاکستانیان، یو سوریايي او یو سوډانی دخیل وو، چارواکي وايي دوی غوښتل چې د الجواهره په لوبغالي کې چې ۶۰۰۰۰ کسانو په کې د فوټبال لوبه کتله، برید وکړي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې هم د شاوخوا ۴۰۰۰۰ پاکستانیانو د شړلو په اړه راپور خپور کړی دی. ډان وايي د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ سعودي ۱۳۱۶۴۳ پاکستانيان شړلي دي. تراوسه د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG