د لاس رسي وړ اتصالات

سلمان د ټرمپ سره ښه اړیکې غواړي


د جي شلو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د جرمني د بن په ښار کې جوړه شوی
د جي شلو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د جرمني د بن په ښار کې جوړه شوی

سعودي عربستان د امریکا د نوي حکومت سره په خپلو اړیکو د خوښۍ په څرگندولو سره ویلي دي چې په مختلفو برخو کې د دونالد ټرمپ له حکومت سره همکارۍ ته تیار دی.

سعودي عربستان په داسې حال کې د امریکا د نوي حکومت سره د ښه اړیکو په درلودلو خوښۍ څرگندوي چې یو شمیر اسلامي هیوادونه د جمهور رئیس ټرمپ د فرمان په وجه چې د اوو اکثریت میشته مسلمانو هیوادونو په وگړو یې امریکا په راتگ موقتي بندیز لگولی، له واشنگټن نه خفه دي.

همداشان ریاض په داسې حال کې د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت سره د اړیکو نژدیوالي ته خوشبینه دی چې جمهور رئیس ټرمپ له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو غوښتنه کړې ده. فلسطینیان ادعا کوي چې بیت المقدس به د راتلونکي فلسطیني دولت پایتخت وي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وایي دې ته خوشبینه دی چې د امریکا او سعودي همکاري به د منځني ختیځ ستونزې حل کړي. عادل ال جبیر وایي "مونږ په خپلې وړتیا باندې پوره باور لرو او کولای شو چې د سیمې ستونزې حل کړو".

ښاغلي جبیر دا څرگندونې د پنجشنبې په ورځ په جرمني کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر ریکس تیلرسن سره له کتنې وروسته وکړې.

د اسوشیتید پرس اژانس وایي که څه هم چې ښاغلي جبیر پوره جزییات په ډاگه نه کړل، خو ریاض او واشنگټن دواړه په سیمه کې د ایران د مخ په ودې نفوذ په اړه ژوره اندیښنه لري.

ټاکل شوی چې ښاغلی جبیر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د یمن او سوریې د کړکیچ په هکله د جرمني په بن کې د جي شلو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړخ کې خبرې وکړي.

د یمن د حالاتو په هکله د سعودي، بریتانیا، عمان او عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له خبرو وروسته ښاغلي تیلرسن د اوو اکثریت مسلمان میشته هیوادونو پر وگړو باندې د ټرمپ د ادارې له خوا د ویزې د بندیز په هکله پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

له بلې خوا سعودي عربستان همدا اوس د هغه پوځي ایتلاف مشري کوي چې په یمن کې د شیعه حوثي یاغیانو پر ضد عملیات کوي په داسې حال کې چې ایران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي.

ایران همداشان د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد سرسختی ملاتړی دی، خو لویدیځ هیوادونه په ځانگړې توگه د امریکا متحده ایالات د اسد گوښه کیدل غواړي.

XS
SM
MD
LG