د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان ښځو ته د موټر سایکل د چلولو اجازه ورکړې


د سعودي عربستان یوې ورځپاڼې لیکلي دي چې ددغه هېواد د مذهبي چارو پولیسو ښځو ته په تفریحي او محدودو سیمو کې د بایسکل او موټر سایکل چلولو اجازه ورکړې ده.

د الیمن ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان د مذهبي چارو د پولیسو د یوه نامعلومه چارواکي له قوله لیکلي دي چې ښځې کولای سي په پارکونو او نورو تفریحي ځایونو کې بایکونه وچلوي په دې شرط چې اسلامي کالي یې اغوستي وي او نارینه محرم ورسره وي.

سعودي عربستان اسلام په زیاته محافظه کارانه ډول تعبیروي او ښځو ته د موټر چلولو اجازه نه ورکوي.

د یادشوې اجازه معنی دا نه دی چې ښځې یادشوې وسیلې په عامه چلولای شي. پر ښځو باندي په عامه سیمو کې د بایسکل او موټر سایکل د چلولو بندیز اوس هم د پخواه په شان دی.

یادشوې ورځپاڼې دا نه دي لیکلي چې څه باعث شوي دي چې د سعودي عربستان حکومت دغه پریکړه کړې . نوموړي چارواکي ویلي دي چې ښځي نشي کولای د یادشویو نقلیې وسیلو څخه د ترانسپورټي اسانتیاوو په موخه کار واخلي، نه دي د هغو سیمو ته ځي چې ځوانان راغونډېږي ترڅو ددوي د زورونې مخنیوی وشي.
XS
SM
MD
LG