د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي مفتي الاعظم :د ایران مشران مسلمانان ندي


د سعودي لوی مفتی عبدالعزیز الشیخ ایرانیان د زردشتیانو اولاده ګني.
د سعودي لوی مفتی عبدالعزیز الشیخ ایرانیان د زردشتیانو اولاده ګني.

د سعودي عربستان لوی مفتي عبدالعزیز الشیخ د دغو څرګندونو نه یوه ورځ مخکې د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي ویلي و چې د سعودي چارواکو تیر کال د حج په دوران کې حاجیان "وژلي" دي.

د مکه خبري اژانس نن د سه شنبې په ورځ د مفتي الاعظم الشیخ له قوله ویلي دي چې د خامنه اي دا ډول تورونه د هغوي لپاره د حیرانۍ خبره نده ځکه چې ایرانیان د "زردشتیانو" اولاده ده او په همدې خاطر هغوي "مسلمانان" ندي.

عبدالعزیز الشیخ ویلي دي چې د اسلام او په ځانګړي ډول د سني مذهبه مسلمانانو سره د ایرانیانو دښمني د پخوا نه ده.

د اې پي خبري اژانس د معلوماتو له مخې پروسږکال د حج په دوران کې د ټیل ماټیل په پیښه کې کې شاوخوا دوه زره څلور سوه او شپږ ویشت کسان وژل شوي و. په وژل شویو کسانو کې ۴۶۴ یې ایرانیان و.

د سعودي عربستان چارواکو د دغې پیښې په هکله د تحقیقاتو راپور ندی خپور کړی.

خامنه اي پرون د دوشنبې په ورځ په یوې لیکنې کې چې پخپل ویب پاڼې کې یې خپره کړیده ویلي دي د دې پر ځای چې د حج په مراسمو کې د وژل شویو او مړو شویو خلکو سره مرستې وکړي، د سعودي بې زړه او وژونکو خلکو هغوي په کانتینرونو کې بند کړي و.

د سعودي عربستان چې اکثره اوسیدونکي یې سنیان دي د ایران سره چې خلک یې ډیر شعیه ګان دي، د یمن او سوریې په جګړو کې هم د بیلا بیلو ډلو سره همکاري کوي او په عراق، بحرین او لبنان کې بیا د مذهب پر اساس د بیلو بیلو ډلو ملاتړ کوي.

دواړو هیوادونو ورسته له هغه دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې کله چې سعودي عربستان د شعیه ګانو یو مذهبي مشر اعدام کړ او قهر جنو مظاهره چیانو په تهران کې د سعودي په سفارت یرغل وکړ.

د ایران او سعودي عربستان چارواکو کوښښ کاوه چې د حج په دوران کې د امنیت په سالتو خبرې وکړي خو کله چې د هغوي خبرې ناکامه شوې، ایران اعلان وکړ چې سږ کال به سعودي عربستان ته خپل حاجیان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره ونه لیږي.

XS
SM
MD
LG