د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي عربستان وليعهد خاورو ته سپارل کېږي


د سعودي عربستان باچا عبدالله مکې شریفې ته رسېدلی دی چې ددغه هېواد د ولیعهد د ښخولو د مراسمو لپاره ترتیبات ونیسي.

د سعودي عربستان خبري آژانس وايي چې ۸۸ کلن پاچا د شنبې په ورځ د شهزاده ولیعهد نایف بن عبدالعزیز د مړینې وروسته د مکې شریفې ښار ته ورسېد.

ټاکل شوې چې د نایف مړی نن د یکشنبې په ورځ د ژنیو څخه چې د هغه درملنه پکې کېده د ریاض ښار ته راورسېږي او نن ناوخته به هغه خاورو ته وسپارل شي.

د څه مودې وروسته ټاکل شوې چې شاهي کورنۍ نوی ولیعهد وټاکي. ویل کېږي چې اوسنی ۷۶ کلن د دفاع وزیر شهزاده سلمان به راتلونکی ولیعهد وټاکل شي خو د نوي شهزاده دپاره هم لاره هواروي چې د ولیعهدی په قطار کې پورته ولاړ شي.

د نړۍ د اسلامي هیوادونو د ډیرو هیوادونو مشران د ولیعد نایف د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG