د لاس رسي وړ اتصالات

په سعودي کې دوه ښځې د موټر چلولو له کبله بندیانې شوې


د سعودي چارواکو له نژدې یوې اونۍ راهیسې هغه دوه فعالانې بندیانې کړي چې، د شاهي نظام له لوري د ښځو پر موټر چلوونې له بندیز سره یې مخالفت کاوه.

د هغوی د کورنیو غړو او نورو فعالانو د یکشنبې په ورځ دا خبره وکړه.

دغه دوه فعالانې په خپلو ګاډو کې له متحدو عربو اماراتو څخه سعودي تللې وې چې ونیول شوې.

دوی د ښځو پر موټر چلوونې د لګول شوي بندیز پر ضد د هغه کمپاین ملاتړې دي، چې د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په میاشت کې پیل شوی دی .

دغه دواړه ښځې په ټویټر کې څه باندې ۲۵۵۰۰۰ مینوال لري .

د اکتوبر د ۲۶ نېټې د کمپاین تنظیموونکي وايي چې د ښځو پر موټر چلولو بندیز د هغو پراخو مسایلو یوه برخه ده چې د سعودي د ملکیت د قوانینو له مخې سړي د ښځو په پرتله ډېر واک او اختیارات لري.

۲۵ کلنه لجین الهذلول له خپل هېواد څخه سعودي ته په موټر کې تللې وه چې ونیول شوه، هغې په متحدو عربو اماراتو کې د موټر چلوونې لیسانس درلود.

الهذلول د اکتوبر په ۳۰ نېټې پر یوټیوب یوه لنډه ویډیو خپره کړه چې هغه په کې په متحدو عربو اماراتو کې موټر چلوي، دا وايي د دغه کار هدف یې د هغو فعالانو ملاتړ او ننګه وه چې پر ښځو د موټر چلوونې د بندیز پر ضد مبارزه کوي.

له دغې پېښې یوه ورځ وروسته بله ۳۳ کلنه فعاله میسا العبودي په خپل موټر کې الهذلول ته خواړه او لباسونه وړل چې د سعودي سرحدي پولیسو ودروله او ویې نیوله.

د بشري حقونو د څار ډله وايي دغه دوه فعالانې یوازې د موټر چلوونې له کبله نیول شوې او بندیانې شوي دي، تراوسه لا معلومه نه ده چې هغوی به د کوم جرم له تور سره هم مخامخ شي که نه؟

فعالان وايي الهذلول د ځوانانو د اصلاح په یوه مرکز او العبودي د الاحسا د ښار په یو زندان کې بندیانې دي.

فعالان همدغه راز وايي چې څارنوالانو له مدافع وکیلانو پرته له دغو ښځو څخه تحقیقات کړي دي، خو له خپلوانو سره یې د لیدو کاتو او په ټیلیفون د خبرو کولو اجازه یې ورکړې ده .

سعودي د ډېرو په باور اسلامي احکام په خپل تعبیر سره په کلکه عملي کوي داسې چې ان ځیني محافظه کاره مسلمان ګاونډیان یې هم نه عملي کوي چې، د ښځو پر موټر چلوونې بندیز یې د دغه کار یوه بېلګه ده.

یو شمېر نور اسلامي هېوادونه بیا د ښځو له موټر چلولو سره کومه ستونزه نه لري، افغانستان چې د طالبانو سخت دریځی نظام یې هم لیدلی په دغه برخه پر ښځو کوم محدودیت او بندیز لګولی نه دی.

دا مهال په کابل او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو ښځې په اسانۍ او له کومې ستونزې پرته ګاډي چلولی شي.

XS
SM
MD
LG