د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي په دولسو میاشتو کې ۱۷۵ تنه اعدام کړي


د عفوې د نړیوالې ادارې په یوه تازه رپوټ کې چې نن خپور شوی، راغلي دي چې سعودي عربستان په تیرو دوولسو میاشتو کې لږ تر لږه 175 تنه اعدام کړیدي.

رپوټ وایي دا پدې معنی چې سعودي په اوسط ډول په هر دوو ورځو کې یو تن اعدام کړیدی.

پدغه رپوټ کې چې 43 پاڼې لري او د عدالت په نامه د خلکو وژنه، په سعودي عربستان کې د اعدامحکم تر عنوان لاندې لیکل شوی، راغلي دي چې سعودي د 1985 کال د جنوري د میاشتې نه د 2015 کال د جون تر میاشتې پورې لږ تر لږه دوه زره دوه سوه او اته تنه اعدام کړیدي.

په سعودي عربستان کې اسلامي شریعي نظام په جدی توګه تطبیق کیږي او قتل، جنسي تیری او د مخدره موادو د قاچاق په شان جرمونه پکې د اعدام سزا لري.

سره لدې چې ډیر عام ندي خو په سعودي کې د زنا، جادوګرۍ او دین پریښودلو په خاطر هم خلک اعدامیږي. رپوټ وایي پدې هیواد کې حتی ځینی خلک چې عمرونه یې د اتلسو کالونو نه کم هم وي، اعدام کیږي.

د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د عفوې د نړیوالې مؤسسې د پروګرامونو مشر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې " د سعودي عربستان د ناقصه قضایي سیستم له وجې خلک په ډله ایزه توګه اعدام کیږي. "

په رپوټ کې ویل شویدي چې د نجران په ښار کې دوه وروڼه د 2014 میلادي کال د اګست په میاشت کې یوازې پدې تور اعدام شول چې کوم چا ورته په زیاته اندازه چرس ورکړي و. د عفوې د نړیوالې مؤسسې په رپوټ کې ویل شویدي چې " د دغو وروڼو نه د شکجې له لارې اعتراف اخیستل شوی و."

رپوټ زیاتوي چې دغه وروڼه وهل شوي و او خوب کولو ته نه و پریښودل شوي او همدا وجه وه چې هغوي خپل جرمونه منلي و.

د عفوې نړیواله مؤسسه وایي هغوي د سعودي عربستان د کورنیو چارو او عدلیې وزارت سره د خبرو کوښښ کړی خو مثبت ځواب یې ندی موندلی.

په سعودي عربستان کې زیاتره اعدامونه د سر په پرې کولو تر سره کیږي، په ځینو قضیو کې مجرمین په ډرو چانواري کيږي او کله نا کله د اعدام شویو کسانو جسدونه خلکو ته ښودل کیږي چې هغوي ترې عبرت واخلي او ورته جرمونه ونکړي.

XS
SM
MD
LG