د لاس رسي وړ اتصالات

تهران کې د عربستان سفارت ته اور واچول شو


پولیس تهران کې خلک د عربستان سفارت ته نږدې راټولیدلو ته نه پریږدي
پولیس تهران کې خلک د عربستان سفارت ته نږدې راټولیدلو ته نه پریږدي

په تهران کې مظاهره چیان د سعودي عربستان سفارت ته ننوتي دي او د سفارت د ودانۍ ځینو برخو ته یې اور اچولی دی.

د ایران نیمه دولتي خبرې آژانس ایسنا ویلي دي چې مظاهره چیانو، په سعودي کې د شیعه ملا نمر النمر د اعدامولو په ضد د مظاهرې په ترڅ کې تیره شپه د سعودي عربستان سفارت ته ننوتي دي ، اورونه یې بل کړي او د سفارت کاغذونه یې د چت نه ښکته اچولي دي.

د ایسنا په رپوټ کې راغلي دي چې د ایران د پولیسو یوه لوړ پوړې چارواکی سیمه ته ورغلی دی او پولیسو هڅه کوله چې مظاهره چیان تیت او پرک کړي.

په سعودي کې د شیعه ګانو د ملا نمر النمر اعدامول نړیواله غصه راپارولې ده.

داسې ویل کیږي چې د دغه شیعه ملا اعدامول کیدای شي په هغو سیمو کې چې شیعه ګان پکښې اکثریت دي د ناکرارۍ سبب شي.

شیخ نمر النمر د هغو ۴۷ کسانو په جمله کې وو چې د جمعې په ورځ اعدام شول.

شیعه ملا نمر په ۲۰۱۴ کال کې په بغاوت او نورو جرمونو محکوم او د مرګ سزا ورکړل شوې وه.

دغه شیعه ملا د سعودي عربستان په شاهي کورنۍ انتقادونه کول او په ۲۰۱۱ کال کې یې په سعودي عربستان کې د شیعه ګانو د مظاهرو مشري کوله.

د امریکا متحده ایالتو د شیخ نمر د اعدامولو په اړه خبرداری ورکړی و. امریکا ویلي و چې د هغه اعدام کیدای شي چې د ځان سره ناآرامي راولي.

ایران د سعودي عربستان څخه څو ځلي غوښتې وو چې دغه شیعه ملا دې خوشي کړي. ایران ویلي دي چې سعودي عربستان به د دغه ملا د اعدامولو قیمت ادا کړي.

په لبنان کې د شیعه ګانو یو مشر ویلي دي چې د سعودي عربستان دغه اقدام به عکس العمل ولري او په بحرین کې د شیخ نمر د اعدامولو په خلاف مظاهرې شوي دي. په هند کې هم مظاهرې شوي دي او په لندن کې د عربستان د سفارت مخې ته هم یو شمیر خلګو احتجاج کړی دی.

ایراني دیپلوماتانو هم خبرداری ورکړی چې "سعودي عربستان به د النمر د اعدام په خاطر لوړ قیمت ادا کړي. "

د ایران د پارلیمان رئیس علي لاریجاني بیا ویلي دي چې " دا پیښه به په سعودي عربستنان کې د توپان سبب شي"

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د ایراني چارواکو د دغو څرګندونو نه وروسته په ریاض کې د ایران استازی احظار کړی و او خپل اعتراض یې ورته څرګند کړی. سعودي وایي " د ایرانیانو دا عکس العمل د هغوي په کورنیو مسایلو کې ښکاره لاس وهنه ده. "

XS
SM
MD
LG