د لاس رسي وړ اتصالات

د حاجیانو مړینې، د سعودي- ایران روابط لا کړکیچن کړي


د ایران د جمهوري ریاست لومړی مرستیال وايي د سعودي حکومت ددې ناورین مسؤلیت پر غاړه لري او باېد وغندل شي.
د ایران د جمهوري ریاست لومړی مرستیال وايي د سعودي حکومت ددې ناورین مسؤلیت پر غاړه لري او باېد وغندل شي.

د نړۍ د ډېرو هېوادونو مسلمانان له دې کبله پر سعودي په غوڅه دي چې د هغو حاجیانو په ژغورلو کې پاتې راغلی چې، تر پښو لاندې مړه شول.

د جمراتو د وېشتلو پر مهال ۷۱۹ تنه تر پښو لاندې مړه شول او تر ۸۰۰ زیات نور ژوبل شول.

په همدې حال کې، قهرجنو مظاهره چیانو د جمعې په ورځ په تهران کې د سعودي پر خلاف شعارونه ورکړل.

د حج په شوې خونړۍ پېښې کې ۱۳۰ ایرانیان هم مړه شوي دي چې یو یې ډیپلومات او دوه یې خبریالان دي.

د تهران مظاهره کوونکی محمدي وايي "د مکې او مدینې ښارونه باید د یوې شورا په شکل د اسلامي هیوادونو له خوا کنټرول شي او د آل سعود د کورنۍ له خوا په نا مشروع ډول د هغوی غصبول پای ته ورسيږي. "

په دغې پېښې کې د ایراني حاجیانو مړینې د ریاض او تهران کړکیچن روابط لا پسې خرابه کړي دي.

د ایران د جمهوري ریاست لومړی مرستیال اسحاق جهانګیري وايي" د سعودي عربستان حکومت ددې ناورین مسؤلیت پر غاړه لري او دا باېد وغندل شي."

خو سعودي چارواکي بیا د دغې پېښې مسولیت پر هغو حاجیانو اچولی دی چې په خبره یې قوانین یې نه دي مراعات کړي او ټیل ماټیل یې جوړ کړی دی.

مګر، کینیايي حاجي اسحاق صالح دا خبره نه مني او وايي " زه هلته وم. له خدایه شکر کوم چې زه ژوندی پاتې شوم، خو هغوی باید ښه ترتیبات نیولي وای."

خو د شیطان وېشتلو له پېښې وروسته بیا حالت منظیم ښکارېده.

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود وویل "مونږ امر کړی دی چې د حج د تنظیمولو د پلانونو او ټولو آمادګیو باندې بیا کتنه وشي چې د حاجیانو د تللو لارې منظمې کړو اوهغوی وکولی شيمناسک په سمه توګه او بشپړ امنیت کې ترسره کړي."

خو ځیني کسان بیا نیوکه کوي چې سعودي باید له وړاندې دا کار کړی وای.

د مکیشیا دیوان چې د هند اوسېدونکی دی، مور او پلار یې هم په په همدغې پېښې کې مړه شول، هغه وايي " مونږ ډېر تیلیفونونه وکړل خو تماس مو ورسره و نه نیولی شو. نن سهار د لسو بجو په شاوخوا کې هغو حاجیانو ماته ټیلیفون وکړ چې زما له مور او پلار سره وو. هغوی مونږ ته د هغوی د مړینې خبر راکړ."

سږ کال شاوخوا دوه میلیونه مسلمانان د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څخه حج ته تللي دي، که څه هم د حج په مراسمو کې د حاجیان د مړینې او زخمي کېدو خبره نوې نه ده، د ارقامو له مخې سږنۍ پېښه تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.

په دغې پېښې کې اته افغانان هم ورک دي چې، اوس یې د دوو مړي موندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG