د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي د حج مراسمو د امنیت لپاره ۱۰۰زره عسکر وګمارل


د سعودي د ملي ګارډ سرتیري هم، د حج د مراسمو په امنیت ساتلو کې همکاري کوي.
د سعودي د ملي ګارډ سرتیري هم، د حج د مراسمو په امنیت ساتلو کې همکاري کوي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند تورن جنرال منصور الترکي وایي چې د حج د مراسمو د امنیت ساتلو لپاره یې ۱۰۰زره پرسونل په دندو ګمارلي دي.

د حج مراسم د همدې راتلونکې سه شنبې په ورځ پیل کیږي.

جنرال ترکي وایي چې د امنیت په ساتلو کې د تروریزم ضد ځانګړي ځواکونه، د ترافیک پولیس او د ملکي دفاعی چارو پرسونل شامل دي.

هغه وایي چې د ملي ګارډ او پوځي عسکر هم د امنیت په ساتلو کې همکاري کوي.

سږ کال د حج مراسم په سعودي عربستان کې پداسې حال کې پیلیږي چې د دغه هیواد په ځینو برخو کې اسلامي دولت داعش ډلې بریدونه کړي او لسګونه تنه پکې وژل شویدي.

خو جنرال ترکي وایي چې د سعودي د خاورې حتی یو سانتي متر برخه هم د سخت دریزو وسله والو په لاس کې نده.

ښایي سږ کال به دنړۍ د بېلا بېلو هېوادونو نه شاوخوا درې میلیونه حاجیان سعودي عربستان ته د حج د فریضې د ادا کولو لپآره ورشي او یا ورغلي وي.

همدغلته څه موده مخکې د یو کرېنګ د غورځېدو په پېښه کې لسګونه کسان مړه او ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG