د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي عربستان ولیعهد ومړ


د سعودي عربستان ولیعهد ومړ

د سعودي عربستان ولیعهد ومړ

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده سلطان بن عبدالعزیز په داسي ناروغۍ چي اعلان یې نه دی شوی، مړ شوی دی. د هغه عمر تر اتیا کالو اوښتی و.

د سعودي عربستان مطبوعاتو د هغه د مرګ اعلان وکړ او دومره یې ویلي دي چي " هغه د شنبې په ورځ د ملک نه بهر په هغي ناروغۍ چي ورپېښه شوې وه، مړ شوی دی." د لویدیزو مطبوعاتو په رپوټونو کي ویل شوي دي چي شهزاده سلطان بن عبدالعزیز په نیویارک کي په داسي حال کي چي طبي علاج یې کیده مړسو.

ولیعهد سلطان بن عبدالعزیز په سعودي عربستان کي زیات واک اختیار درلود. هغه د پاچا ملک عبدالله میرې زی ورور و.

د ٢٠١٠ کال په وروستیو وختونو کي کله چي پاچا ملک عبدالله د طبي علاج د پاره نیویارک ته راغلی و او جراحي عملیات یې وسول، نو هغه یې په غیاب کي د سلطنت چاري تر سره کړې. دغو دواړو ته په دې وروستیو وختونو کي صحي ستونزي را پیدا شوي دي.

په ٢٠٠٩ کال کي شهزاده سلطان امریکا ته د علاج د پاره راغلی و او په هغه وخت کي یې هم کوم اعلان ونه سو چي هغه په څه ډول ناروغي اخته دی. مخکي له دې چي امریکا ته د علاج د پاره راسي، ویل شوي و چي هغه د سرطان ناروغي لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري د شهزاده سلطان بن عبدالعزیز د مرګ د خبر د اوریدو نه وروسته وویل چي هغه یو " قوي مشر" او " د زیاتو کلونو را په دې خوا د امریکا ښه دوست " و. هغې دا تبصره نن د شنبې په ورځ په تاجکستان کي چي د مرکزي آسیا د هیوادونو د سفر په لړ کي هلته رسیدلې ده وکړه.

ولیعهد شهزاده سلطان بن عبدالعزیز د ١٩٦٣ کال را په دې خوا د سعودي عربستان د دفاع او هوایي چلند وزیر و. هغه مخکي د هغه هیواد د ټرانسپورټ وزیر او د ریاض والي هم و.

د سعودي عربستان مطبوعاتو ویلي دي چي د شهزاده سلطان د جنازې مراسم به د سه شنبې په ورځ په ریاض کي ترسره شي.

ولیعهد شهزاده بن عبدالعزیز څوک و؟

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده بن عبدالعزیز چي نن د شنبې په ورځ مړ سو، د ٥٠ کالو را په دې خوا د هغه هیواد ددفاع وزیر و.

هغه د معاصر سعودي عربستان د مؤسس ( ملک عبدالعزیز ) زوی و.

شهزاده سلطان د هغو شهزاده ګانو په ډله کي و چي لوړ مقامونه ورکړه شوي دي. هغه په شاهي قصر کي خپلي لومړنۍ زده کړي وکړې.

د سعودي عربستان د سفارت په یوه بیانیه کي ویل شوی دي چي ولیعهد شهزاده سلطان د سعودي عربستان د اداري سیسټم په منځ ته راتګ کي چي د اسلامي شریعت په اساس دی، د خپل پلار سره مرسته وکړه.

نوري چوکۍ چي شهزاده سلطان درلودې هغه د زراعت وزارت، د مخابراتو وزارت، د ملکي هوایي چلند د چارو ریاست او د سعودی عربستان د اورګاډو د سازمان ریاست و.

ولیعهد شهزاده سلطان د عربو په ټاپو وزمه کي د اورګاډو د یوازني سیسټم د جوړولو د چارو مشري کوله. د اورګاډو دغه پټلۍ د ( دمام ) نه ( ریاض ) ته غځیدلي دي.

هغه د سعودي عربستان د وسله والو قواو په عصري کولو کي په سلګونو ملیارډ ډالره ولګول.

ولیعهد شهزاده سلطان د خپل مشر او ناروغه ورور د سعودي عربستان د پاچا

ملک عبدالله د تخت او تاج وارث و.

د شهزاده سلطان نه ٣٠ اولادونه او څو میرمني پاته دي.

XS
SM
MD
LG