د لاس رسي وړ اتصالات

الجبیر د پاکستان د ملاتړ لپاره اسلام آباد ته تللی


پاکستان غواړي د ایران او سعودي عربستان سره ژورې اقتصادي اړیکې ولري او ددې دواړو هیوادونو د انرژۍ پراخو زیرمو ته لاس رسی ولري.
پاکستان غواړي د ایران او سعودي عربستان سره ژورې اقتصادي اړیکې ولري او ددې دواړو هیوادونو د انرژۍ پراخو زیرمو ته لاس رسی ولري.

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو له پریکون وروسته د عربستان د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې ورځ اسلام آباد ته لاړ چې د پاکستاني مشرانو سره وگوري.

پاکستان د شیعه مسلمانانو د لوی اقلیت او د فرقوي تاوتریخوالي د تاریخچې په لرلو سره ډیره هڅه کوي چې د عربستان او ایران ترمنځرامنځ شوی کړکیچ راکم کړي.

وروسته له هغې چې د سعودي عربستان حکومت د شنبې په ورځ د یو شیعه لوړپوړي روحاني په گډون ۴٧ تنه اعدام کړل، د منځني ختیځ په گوټ گوټ کې تاوتریخوالي زور واخیست او د ریاض دغې اقدام د سعودي د اوږدمهاله سیال ایران غوصه راوپاروله.

په ایران کې مظاهره کوونکو په تهران کې د عربستان د سفارت او په مشهد کې ددې هیواد د کونسلگرۍ مخ ته راټول شوي وو او په تهران کې د سعودي د سفارت یوې څنډې ته یې اور واچوه.

ددې پیښې په تعقیب لومړی سعودي عرلستان او بیا د ریاض متحدو یو شمیر نورو سني مذهبه هیوادونو له ایران سره خپلې اړیکې وشلولې.

پاکستان چې کله ناکله د فرقوي تاوتریخوالي ښکار کیږي او اوس هم له دې درکه ځان په خطر کې ویني تر دې دمه یې هڅه کړې چې د ریاض او تهران په جنجال کې ځان ښکیل نه کړي او د ایران او سعودي دواړو سره خپلې اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

د بهرنیو چارو او امنیت په برخه کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وویل چې پاکستان د ایران او سعودي عربستان دوست دی او هڅه به وکړي چې اسلام آباد ته د عربستان د بهرنیو چارو د وزیر عادل الجبیر، د سفر په ترڅ کې د تهران او ریاض ترمنځ رامنځ ته شوی درز بیرته ورغوي.

ښاغلي عزیز وویل چې پاکستان د سوله ییزې لارې د اختلافونو د حل کولو غوښتونکی دی او زیاته یې کړه چې په دې له ازمونه ډک پړاو کېددې مسلې سوله یز حل د مسلمانانو په گټه دی.

ټاکل شوې چې ښاغلی الجبیر به د سرتاج عزیز سره له کتنې وروسته د پاکستان د صدراعظم نواز شریف او د پوځ د لوی درستیر راحیل شریف هم وگوري.

پاکستان تیره میاشت له هغه ایتلاف نه هم ځان لېرې وساته چې د سعودي عربستان له لورې رامنځ ته شو او په هغه کې پاکستان ددې ایتلاف د ٣۴ غړو هیوادونو په لیست کې معرفي شوی و.

تیر کال هم پاکستان د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن کې د هوتي یاغیانو پر وړاندې ایتلاف کې خپل گډون رد کړی و.

پاکستان غواړي د ایران او سعودي عربستان سره ژورې اقتصادي اړیکې ولري او ددې دواړو هیوادونو د انرژۍ پراخو زیرمو ته لاس رسی ولري.

سعودي عربستان او پاکستان له څو لسیزو راهیسې ډیرې نژدې او ټینگې اړیکې لري او نواز شریف د دوه زرم کال په لومړیو کلونو کې وروسته له هغې چې د یوې پوځي کودتا په نتیجه کې له واکه لېرې شو یو څه موده په تبعید کې په سعودي عربستان کې اوسیده.

XS
SM
MD
LG