د جرمنی یوه ترانسپورتی الوتکه د اور اخیستو وروسته د سعودی عربستان په پایتخت ریاض کی په ځمکه لویدلی ده.
د سعودی عربستان چارواکی وایی چی د لوفتانزا MD -11 الوتکی نن هوایی ډگر ته د نژدی کیدو په وخت کی اور واخیست او د هوایی ډگر د رنوی په کرښه باندی ورولویده او لوگی تری پورته شول.
د اور وژنی عملی ورودانگل چی اور مړ کړی .
د لوفتانزا د هوایی شرکت مامورینو ویلی چی دالوتکی اصلی پیلوټ او مرستندویه پیلوټ په دی پیښه کی نه دی زخمی شوی. خو د سعودی عربستان چارواکی وایی چی دواړه پیلوټان یی روغتون ته د تداوۍ لپاره وړی دی او زخمونه یی هومره جدی نه وو.
چارواکی وایی چی په دی الوتکه کی د دوه پیلوټانو علاوه نور څوک نه وو ناست.