د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي میلیاردر خپله ټوله شتمني خیریه کارونو ته وقفوي


شپیته کلن الولید د نړۍ د خورا شتمنو کسانو په لست کې ۳۴ مقام لري. هغه په یوې اعلامیې کې ویلي دي خپله ټوله ۳۲ میلیارده دارایي به په راتلونکو څو کالونو کې د خیریه کارونو لپاره وقف کړي. په اعلامیې کې ویل شویدي چې " بشر دوستي زما په اسلامي عقیدې کې ژورې ریښې لري او زما د عقیدې سره تړلې ده."

ښاغلي الولید پخپلې اعلامیې کې دا هم ویلي دي چې " د راتلونکو نسلونو لپاره د یوې سوله ایزې، مساوي او ثبات لرونکې نړۍ جوړول د پخوا نه زما د ژوند ارمان و." هغه وایِي چې پدې ژمنې سره به یې دا ارمان هم پوره شي.

د اعلامیې په یوې بلې برخې کې راغلي دي چې " په وقف شویو پیسو به ځوانان وروزل شي، میرمنو ته به پرې قوت ورکړل شي، په طبیعی پیښو کې د زیانمن شویو خلکو لپاره به مرستې برابرې شي، په کلتوري لحاظ د یو بل پیژنې او ګډ کارکونې لپاره لارې چارې پرې برابرې شي ، د ټولنو د پرمختګ لپاره به مصرف شي او د داسې نړۍ د جوړیدو لپاره به ولګیږي چې خلک پکې یو بل وزغمي او ومني."

د الولید د مختلفو کمپنیو نه مخکې هم د خیریه پروژو او مؤسسو سره مرستې شویدي. د بیلګې په توګه هغه د کورونو په جوړولو، د ښځو او سړیو تر منځ د برابرۍ او په طبیعي پیښو کې د متضررو خلکو سره درې عشاریه پنځه میلیارده ډالره مرستې کړیدي او هم یې د امریکا د هارورډ او د انګلستان د کیمبرج په شان د نړۍ په یو شمیر غټو او مشهورو پوهنتونونو کې مرکزونه جوړ کړیدي.

الولید د امریکا د ټولو نه د شتمنې کورنۍ بیل او ملنډا ګیټس سره هم په ګډه په خیریه چارو کې برخه لري.

الولید وایي چې دا پیسې به د هغه په ژوند په خیریه کارونو مصرفیږي او د مصرف ټولې چارې به دی پخپله څاري خو زیاتوي چې " زما تر مرګ وروسته به هم دا پیسې په خیریه کارونو مصرفیږي."

هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د امریکا د بیل او ملینډا ګیټس د ادارې خیریه فعالیتونو دیته وهڅاوه چې د هغوي په شان کارونه وکړي.

الولید بن طلال د " کنګډم هولډنګ کمپني" مالک دی چې عربي نوم یې " شركة المملكة القابضه" دی. د هغه کمپنۍ د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د جایدادونو، ټکنالوژۍ، پارکونو، مطبوعاتي ادارو ، خوراکي موادو، مشروباتو، بانکونو او موټر جوړنې په کمپنیو کې پانګه اچونه کړیده. د دې تر څنګ هغه د الولید په نامه ټولنه لري چې زیاتره کارونه یې خیریه دي.

د الولید کمپنۍ په پلان کې لري چې د جدې ښار په سرې بحیرې کې د نړۍ تر ټولو لوړ برج جوړ کړي. هغه د سعودي عربستان په حکومت کې کوم رسمي مقام نلري او د شتمنۍ یو څه برخه ورته د پلاره په میراث پاتې ده مګر اکثره برخه یې هغه د پانګې اچونې په برکت پیدا کړیده.

الولید بن طلال دوه ودونه کړیده، یوه لور او یو زوی لري خو خپلو دواړو میرمنو ته یې طلاق ورکړی.

XS
SM
MD
LG