د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي د استخباراتو مشر له دندې لېری کړل شو


شهزاده بندر بن سلطان
شهزاده بندر بن سلطان
له دندې د سعودي د استخباراتو د مشر شهزاده بندر بن سلطان لېرې کېدل، د هغه د مخالفینو لکه ایران او د هغه د ملګرو، سوريي او په لبنان کې د حزب الله ډلې له هرکلي سره مخامخ شوي دي.

د ایران العالم تلویزون شهزاده بندر په سوریه کې د القاعدې په ملاتړ تورن کړی او له دندې د بشارالاسد په لېرې کولو کې د نوموړي پاتې راتلل، د هغه ناکام سیاست بللی دی .

جنرال یوسف الادریسي د پنځه شپیته (۶۵) کلن شهزاده بندر پر ځای ګمارل شوی دی، یوسف الادریسي وړاندې د بندار مرستیال و.

ښاغلي بندر له دندې د سوريي د ولسمشر بشارالاسد د لېرې کولو په برخه کې د سعوي د هلو ځلو مشري هم پر غاړه لرله،په دغه لړ کې یې د سوريي د کورنۍ او خونړۍ جکړې پر مهال د یو شمېر سوني اورپکو ډلو ملاتړ هم کاوه.

خو کله چې نوموړی د القاعدې د ملاتړ له اړخه تر کلکو نیوکو لاندې راغی،پاچا عبدالله ته یې وړاندیز وکړ چې د سوريي عملیاتي چارې دې له ده واخلي او د کورنیو چارو وزیر شهزاده محمد بن نایف ته دې وسپاري .

په بیروت کې د امریکايي پوهنتون پروفیسور هلال خاشان چې د شهزاده بندار په اړه یې یوه لیکنه کړې وايي، په سوريي کې د القاعدې ملاتړ د سعودي لپاره یو سرخوږی دی :

« له دندې د هغه د لېرې کېدو مقدماتي خبرې څو میاشتې د مخه پیل شوې وې. سعودیانو اعلان وکړ چې په سوریه کې هر سعودي جنګیالی به محکمه کړي او بندار د القاعدې د ملاتړ لپاره پانګونه وکړه. ده غوښتل،په هر قیمت چې وي، د سوريي رژیم وپرځوي، ان که دا له القاعدې سره په ګډ کار کولو هم تمامیږي.

کله چې سعودي سوريي ته د خپلو وګړو ورتګ بند کړ، په سوريه کې د بندار پالیسي ناکامه شوه او سعودي اوس د سوريي په اړه خپله تګلاره بدلوي.»
شهزاده بندر د روسيي له ولسمشر ویلادي میرپوتن سره . ده د امریکا له پخواني ولسمشر جورج بوش او دهغه له پلار سره هم ښې اړېکې درلودې
شهزاده بندر د روسيي له ولسمشر ویلادي میرپوتن سره . ده د امریکا له پخواني ولسمشر جورج بوش او دهغه له پلار سره هم ښې اړېکې درلودې

ښاغلی خاشان وايي له سعودي څخه د القاعدې شړلو او ورکولو لس کاله وخت ونیوه، له همدې کبله ډېری شهزادګان په سوريې کې له القاعدې سره د بندار مرستې غوسه کړي و، د دوی ویره دا وه هسې نه چې دغه ډله بیا سعودي ته وروګرځي او دوی ته سرخوږی جوړ کړي .

همدا علت و چې د ښاغلي خاشان په خبره شهزاده بندر بن سلطان د شاهي کورنۍ له یو شمېر غړو سره په یو لړ ستونزو او شخړو کې هم ښکیل شو.

له واشنګټن سره د شهزاده بندار روابط هم پاخه بلل کیږي، خو د راپورونو له مخې نوموړي د ولسمشر اوباما پر ادارې له دې کبله کلکې نیوکې کولې چې ولې په سوریه کې د یاغي جنګیالیو سره د درندو وسلو مرسته نه کوي .

شهزاده بندر په واشنګټن کې هم یوه پېژندل شوې څېره بلل کیږي، نوموړی نژدې دېرش(۳۰) کاله په امریکا کې د سعودي سفیر پاتې شوی دی.

هغه د امریکا له پخواني ولسمشر جورج ډبیلو بوش او د هغه له پلار جورج اچ ډبلیو بوش سره هم ښې او نژدې اړېکې درلودې .
XS
SM
MD
LG