د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي خلکو د شهزاده ال سعود اعدام "مساوات" گڼلی


د سعودي د سلطنتي کورنۍ د غړو اعدامول یوه بیسارې خبره ده

د سعودي د سلطنتي کورنۍ د غړو اعدامول یوه بیسارې خبره ده

د ټولنیزو شبکو کارونکي په سعودي عربستان کې د شهزاده ال سعود بیساری اعدام په دې هیواد کې د مساوات د رعایت کولو د نښې نښانې په توگه گڼلی دی.

شهزاده ترکي بن سعود الکبیر چې د سعودي عربستان د یو بل اوسیدونکي په قتل محکوم شوی و، د عربستان د پاچا سلمان په فرمان اعدام شو.

د رسنیو د راپورونو له مخې په دې اعدام سره په سعودي عربستان کې په روان کار کې د اعدام شویو کسانو شمیره ۱۳۴ تنو ته ورسیده.

د سعودي سلطنتي کورنۍ چې شمیر یې څو زرو تنو ته رسیږي، ډیر کم پیښ شوي چې اعدام شي. د سعودي یو شهزاده په کال ١٩٧٥ کې د خپل کاکا ملک فیصل د ژونې په خاطر اعدام شو و او ددې پیښې څخه دوه کاله وروسته یو بل سعودي شهزاده د زنا کولو په وجه په مرگ محکوم کړای شو.

په ٢٠٠۴ کال کې هم د سعودي یو ځوان شهزاده چې یو سړی یې وژلی و په وروستیو شیبو کې چې باید د اعدام حکم پرې جاري شوی وای، د مقتول د پلار له لورې وبخښل شو.

حتا د سلطنتي کورنۍ غړي په ټولنیزو شبکو کې سلمان پاچا یو "قاطع" او "منصف" شخص گڼلی دی او د شهزاده ال سعود د اعدامولو د حکم صادرول یې د مساوات د ټینگیدو په لور یو گام گڼلی دی.

د سلطنتي کورنۍ غړي او څیړونکي خالد السعود، په تویتر کې لیکلي دي، هغه الهي قانون چې د عربستان بختور ملت ته اعطا شوی، پلی شو.

سعودي خبریال ناصر بن فارون په تویتر کې لیکلي دي "د یو سالامي هیواد منصف حاکم د اسلام په رڼا کې فرمان صادروي."

د ټولنیزو شبکو کاروونکو د پاچا سلمان یوه پخوانۍ وینا بیا خپره کړې ده چې په هغې کې پاچا سعودي مقاماتو ته په خطاب کې وایي، د سعودي اتباع په هغه صورت کې چې د سلطنتي کورنۍ د غړو له لورې د بې عدالتۍ سره مخامخ کیږي باید د هغوی په وړاندې له عرض او عدالت غوښتنې څخه ډار ونه لري.

په ریاض کې د صفا جومات ملا محمد المسلوخی ویلي دي چې د مقتول کورنۍ د وینې په بدل کې د سلگونو میلیونو ریالو له اخیستلو څخه ډډه کړې ده. هغه په خپل تویتر کې لیکلي دي چې خدای د پاچا او گدا، شهزاده او عادي اوسیدونکي ترمنځ توپیر نه کوي.

یو شمیر استدلال کوي چې د سعودي عربستان اوسیدونکي د سلطنتي کورنۍ د غړو د عدلي او قضایي معافیت په وجه پزې ته رسیدلي دي او پاچا سلمان د عامه وگړو د آرامۍ په خاطر دغه فرمان صادر کړی دی.

د جدې د پوهنتون یو محصل بها، د رویترز اژانس سره په تلفوني خبرو کې ویلي دي چې "باید همداسې شوی وای. له دې نه زیات نور د جرم په صورت کې د سلطنتي کورنۍ دوامداره بخښل ممکن نه دي."

په سعودي عربستان کې قبیلوي جوړښت ته په کتلو سره د سلطنتي کورنۍ د غړو دوامداره بخښنه کیدای شي سیاسي پایلې هم ولري، په ځانگړې توگه کله چې قربانیان د سترو قبائیلي کورنیو غړي اوسي چې کیدای شي د آل سعود کورنۍ تر فشار لاندې راوړي.

له دې سره سره د سعودي عربستان مقامات وایي چې ددې هیواد عدلي او قضایي سیستم ناپیلی دی.

XS
SM
MD
LG