د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي په یمن کې د هوایي بریدونو عملیات بند کړل


Palestinian youths from Gaza's Free Parkour team, practice their Parkour skills in Gaza City.
Palestinian youths from Gaza's Free Parkour team, practice their Parkour skills in Gaza City.

سعودي عربستان ویلي دی چې په یمن کې په حوثي شیعه یاغیانو باندي د خپل عربي ائتلاف هوایي حملې بندوي، مگر په دغو یاغیانو باندي به فشار کم نه کړي.

د سعودي عربستان چارواکو له څلورو اونیو بمباریو نه وروسته د سه شنبې په ورځ وویل چې حوثي یاغیان نور د یمن ملکي وگړو یا نورو ملکونو ته چې سعودي عربستان هم په کې شامل دی، کوم گواښ نه دی.

هغوی وویل چې د ائتلاف هغه هلي ځلي به چې غواړي د یاغیانو پرمختگ بند کړي او د یمن حکومت چې نړۍ والو په رسمیت پیژندلی دی، په بشپړه توگه بیرته اعاده کړي، یوه نوي پړاو ته داخلي شي ـ چې هغه سیاسي جریان ته پام اړول او د ملکیانو سره مرسته کول دي.

مگر سعودیانو ویلي دي چې ائتلاف به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي چې حوثي ملیشې د یمن په شاوخوا کې فعالیت ونه کړای شي او دا چي هوایي حملې په هره شېبه کې بیا شروع کیدای شي.

ایران چې گمان کیږي حوثیانو ته وسلې ورکوي، د سعودي عربستان دغه اعلان د سیاسي حل په خوا « یو گام په وړاندي» بللی دی. هغه دغه راز د هغه څه چې ورته یې د بې دفاع خلکو وژل ویلي دي، د بندولو هرکلی هم کړی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني‌ ویلي دي‌ چې د عملیاتو تر بندېدو وروسته به د یمن ولس ته اجازه ورکړل شي‌چې پخپلو کې خبرې وکړي.‌هغه همدرانګه وویل چې دا داسې حکومت جوړیدل چې د یمن ټول خلک پکې ګډون ولري،‌پدې هیواد کې د ستونزې د حل یوازینۍ لار ده.

د دوشنبې په ورځ صنعا ته نژدې د یاغیانو په یوه وسله تون باندي د سعودي عربستان په هوایي حمله کې لږتر لږه ٣٨ کسه وژل شوي او څو کورونه تباه شوي دي.

سره لدې چې سعودي عربستان ویلي دي په یمن کې به د ایتلافي ځواکونو د عملیاتو بڼه بدله شي او حوثي یاغیان به دیته پرې نښودل شي چې د یمن په شاوخوا کې وګرځي خو‌ په واشنګټن کې د یمن د حکومت محمد الباشا بیا په ټویټر کې لیکلي " که ریښتیا ووایم، زه نه پوهیږم چې څه روان دي."

په عین حال کې د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي دي چې " په یمن کې د سعودي عرب په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ځیني بریدونه ګټور و او دا چې مونږ به حالات د نږدې نه څارو " امریکایي چارواکو هم د عملیاتو د بندیدو هر کلی کړی.

له بلی خوا د امریکا د ( یو ایس ایس تیودور روزویلټ) د سمندري قواو کښتۍ پرون د سه شنبې په ورځ د یمن د عدن د خلیج په خوا روانه شوې ده. دغه الوتکي وړونکې کښتۍ به د امریکا د نورو جنگي کښتیو سره یوځای شی چې د دې تضمین وکړي چې د خلیج د کښتیو چلولو مهمي لاري بندی نه شي.

امریکایي چارواکي له دې نه انکار کوي چې د دغو کښتیو هدف دادی چې هغه ایراني کښتۍ چې گمان کیږي حوثي یاغیانو ته وسلې رسوي را وگرځوي.

XS
SM
MD
LG