د لاس رسي وړ اتصالات

په سعودي عربستان کې د ترهګرو نوولس مشکوکې ډلې نیول شویدي


په سعودي عربستان کې د ترهګرو نوولس مشکوکې ډلې نیول شویدي
په سعودي عربستان کې د ترهګرو نوولس مشکوکې ډلې نیول شویدي

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت وایي 149 تنه مشکوک ترویستان نیولي دي چې د نوولسو بیلا بیلو ډلو پورې تړاو لري. دغه وزرات همدارنګه ویلي دي چې د دغو عملیاتو په برکت یې د لسو تروریستي دسیسو مخه نیولي ده.

‍‍د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د تروریستانو د نیولو لپاره دغه خاص عملیات یې په خورا ماهرانه او مخفي شکل په لاره اچولي ؤ او زیاتوي چې دا په سعودي عربستان کې د ترویستانو د نیولو په لړ کې تر ټولو ستر عملیات دي.

د کورنیو چارو دوزارت ویاند منصور بن ترکي وایي دغه کسان چې زیاتره یې د سعودي عربستان اوسیدونکي دي د نیولو لپاره یې د تیرو اتو میاشتو راپدیخوا پټ عملیات روان وو. هغه همدارنګه ویلي دي چې دغو نولسو ډلو هر یوې یې په مستقله توګه فعالیت کاوه او د یوې شبکې غړي د بلې شبکې غړي هم نه پیژني.

د سعودي عربستان په ټلویزون کې د ترویستانو نه نیول شوي کمپیوټرونه هم ښودل کیږي او د کورنیو چارو د وزارت پر وینا پدغو کمپیوټرونو کې د ترویستانو د دسیسو او د هغوي د مالي چارو په اړه مالومات لاسته راغلي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند منصور بن ترکي وایي چې د دغو ترویستانو په نیولو سره د لږ تر لږه لسو تروریستي حملو مخه نیول شویده او وایي چې دغه کسان اکثر د حج د مراسمو د ادا کولو په بهانه سعودي عربستان ته راغلي وو.

" دی وایي تروریستانو دا پلان نه درلود چې د سعودي عربستان د تیلو په ذخیرو باندې حملې وکړي بلکه هدف یې پوځي ادارې او د عامه چارو ودانۍ وۍ. خو دی پدې ټینګار کوي چې تر اوسه د ټولو اهدافو په اړه پوره مالومات ندې تر لاسه شوي ځکه چې تر اوسه تحقیقات ندي بشپړ شوي او بله دا چې ځیني ترویستان تازه نیول شویدي او تحقیقات ترینه کیږي. "

د سعودي عربستان د یوې ورځپاڼۍ مسؤل مدیر جمال خاشوجي وایي چې د دغو تروریستانو نیول کیدل د اندیښنې وړ خبره ده ځکه چې د دې نه دا مالومیږي چې القاعده په یوه ځای کې کولی شي څو داسې شبکې ځای پر ځای کړي چې حتی د یو بل سره اړیکې هم ونلري او حتی د بلې شبکې غړي هم نه پیژني.

" تر اوسه دا نده مالومه چې آیا دغه شبکې به کوم اعلی قوماندان هم ولري او که نه، خو د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند پر وینا دغه شبکې د یو بل په فعالیت او شتون باندې نه وې خبرې او هر یوې یې په مستقله توګه فعالیت کاوه. دا کار د القاعده بریالیتوب ښیي چې 149 کسان په یوه هیواد کې ځای پر ځای کوي او دوي حتی په یو بل خبر هم نه و او د کوم اعلی قوماندان نه پرته فعالیت کوي. "

د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند منصور بن ترکي همدرانګه وایي چې د القاعده شبکه زیاتره وخت د داسې کسانو سره د انټرنټ له لارې اړیکې نیسې او هغوي خپلې شبکې ته راجذبوي چې عمرونه د شلو په شاوخوا کې وي ځکه چې دغه کسان د مذهبي علاقې پر اساس ډیر زر جذب کیږي.

XS
SM
MD
LG