په سعودي کې چارواکي وايي د مجرمینو د اعدامونو په لړۍ کې يې د یکشنبې په ورځ یوه ایتوپیايۍ مېرمن اعدام کړه.
پر دغې مېرمنې تور و چې یوه سعودۍ مېرمنه یې په تبر وژلې وه.
دا پنځوسم کس کیږي چې د ۲۰۱۶ کال له پیل راهیسې چې، یوازې لس ورځې یې تېرې شوې، اعدام کیږي.
د سعودي دولتي اژانس اس پي ای د کورنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې ویل شوې، ایتوپیایۍ جنت فرید، پر یوې سعودۍ مېرمنې، غالیه ایدا الحریثي باندې د تبر پرلپسې ګوزارونه کړي او هغه يې وژلې ده.
اعلامیه وايي الحریثي پر لمانځه ولاړه وه چې پرې برید وشو.
د کورنیو چارو وزارت وايي مېرمن فرید د الحریثي له وژلو وروسته د هغې له کوره د سرو زرو دوه ګوتمې او بې حسابه پېسې غلا کړې او لوټلې دي.
د ایتوپیا دغه اوسېدونکې د سعودي عربستان د طایف په ښار کې اعدام شوه.
سعودي چارواکو د وژل شوې مېرمنې او اعدام شوې ترمنځ د اړیکو په اړه څه نه دي، خو د افریقا او جنوبي اسیا ډېر خلک په سعودي کې په کورونو کې کار او خدمت کوي.
د سعودي شاهي حکومت د جنورۍ په دویمه نېټه د ترهګرۍ په تور په یو وار ۴۷ کسان اعدام کړل، په دغو کسانو کې د شیعه ګانو یو مخکښ عالم نمر النمر هم شامل و چې له کبله یې د تهران او ریاض ډيپلوماتیک روابط قطع شول.
په سعودي کې په ۲۰۱۵ کال کې د نشه يي توکو د قاچاقو په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۵۳ کسان اعدام شوي دي، خو په ۲۰۱۴ کال کې بیا یوازې ۸۷ کسان اعدام شوي وو.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي په ۲۰۱۵ کال کې په سعودي عربستان کې د تېرو دوو لسیزو په پرتله ډېر کسان اعدم شوي دي. خو ایران او چین بیا تېر کال تر سعودي هم ډېر خلک اعدام کړي دي.
په سعودي کې د اسلامي قوانینو له مخې د قتل، نشه يي توکو د قاچاقو، وسله والې غلا، جنسي تېري او د ارتداد سزاوې مرګ دی او ډېر اعدامونه د محکومو کسانو د سرونو په پرې کولو کیږي.