د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې جګړه هره ورځ درې ماشومان وژني


د ماشومانو د ملاتړ ټولنې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د ماشومانو ژوند ته ډېر پام وکړي
د ماشومانو د ملاتړ ټولنې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د ماشومانو ژوند ته ډېر پام وکړي

له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیوالې ادارې (Save the Children) په ۲۰۱۶ کال کې د ملکي افغانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې د زیاتیدو په اړه اندیښنه ښودلې او هغه یې بوږنونکې بللې ده.

دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې په اړه د یوناما ورکړل شوې شمیرې 'په رښتیا بوږنونکې' دي او د ماشومانو د ژوند او امنیت د خوندیتوب په برخه کې د جدي کمزورتیا ښکارندويي کوي.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې د افغانستان د څانګې مشرې انا ماریا لاکسین وايي "تیر کال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰ ماشومانو په جګړو کې وژل شوي، دا په دې معنی ده چې هره ورځ درې ماشومان د جګړو قرباني کیږي، دا هیڅ‌کله د منلو وړ نه ده."

آغلې لاکسین ماشومان د جګړې بې‌ګناه قربانیان بللي او ټینګار یې کړې چې په هره بیه او حالت کې باید د ماشومانو د ژوند ساتنه وشي.

هغې د افغانستان د جګړې له ښکیلو خواو څخه غوښتي، چې په خپل ټول قوت سره د ماشومانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د دوشنبې په ورځ د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې په اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړ. په دغه رپوټ کې راغلي، چې په ۲۰۱۶ کال کې ۹۲۳ افغان ماشومان په چاودنو، هوايي بریدونو او وسله‌والو نښتو کې وژل شوي او ۲۵۸۹ نور ټپيان شوي دي.

د یو ناما د رپوټ له مخې، دا شمیره د تیرو اوو کلونو په پرتله د افغان ماشومانو د مرګ‌ژوبلې په کچه کې ۲۴ فیصده زیاتوالی ښيي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د یوناما رپوټ ته په اشارې وايي، چې په ۲۰۱۶ کال کې د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې زیاته برخه ښځې او ماشومان جوړوي.

د دغه کمیسیون ویاند احمدبلال صدیقي امریکا غږ ته وویل، دا چې په جګړو کې ملکيانو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته ځاني زیان رسیږي، د دې ښکارندويي کوي، چې ښکیلې غاړې د جګړې پر مهال نړیوال منل شوي بشري اصول په پام کې نه نیسي.

ښاغلي صدیقي وویل " له دولت او له هغو وسله‌والو چې عملاً د دولت پر ضد جنګیږي، له دوی څخه زموږ غوښتنه دا ده، چې بشردوستانه قواعد رعایت کړي او له هغو وسلو او مهماتو نه استفاده ونکړي، چې زیات زیان یې ملکي کسانو ته رسیږي."

د یوناما د رپوټ له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې ۳۴۹۸ ملکي افغانان وژل شوي او ۷۹۲۰ ټپيان شوي، چې د دغو شمیرو ۳۱ فیصده ماشومان جوړوي.

د افغانستان بشري وضعیت

د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې دغه راز په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندیښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې دغه هیواد له بشري ناورین سره مخ دی.

د دغې ادارې په اعلامیې کې راغلي، چې په اوس وخت کې ۹.۳۰ میلیونه افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې د افغانستان د څانګې مشرې آغلې لاکسین ویلي، په تیرو دولسو میاشتو کې د افغانستان په اکثرو سیمو کې د خلکو ژوند خراب شوی او اندیښنه یې ښودلې، چې ښايي د پسرلي په موسم کې د جګړو د زیاتیدو له امله بشري وضعیت لا پسې خراب شي.

هغې ویلي، چې په داسې حساسو شرایطو کې افغانستان لا زیاتو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG