د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د یوې خیریه ادارې کارکوونکي وژل شوي


د ماشومانو د ساتنې د نړیوالې ادارې یوه چارواکي امریکا غږ اشنا ته وویل پنځه کارکوونکي یې څه باندې یوه میاشت وړاندې تښتول شوي وو .
د ماشومانو د ساتنې د نړیوالې ادارې یوه چارواکي امریکا غږ اشنا ته وویل پنځه کارکوونکي یې څه باندې یوه میاشت وړاندې تښتول شوي وو .

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې نړیواله اداره سایف د چلډرن وايي نامعلومو کسانو یې په ارزګان ولایت کې پنځه کارکوونکي وژلي دي.

ولسمشر غني په یوې خپرې شوې اعلامیې کې د دغو کسانو وژل په کلکه غندلي او طالبان یې د دوی په وژلو تورن کړي دي.

دغې ادارې د خپلو کارکوونکو له وژل کېدو وروسته، په ارزګان کې خپل فعالیتونه وځنډول.

د ماشومانو د ساتنې د نړیوالې ادارې یوه چارواکي زبېده اکبر امریکا غږ اشنا ته وویل پنځه کارکوونکي یې څه باندې یوه میاشت وړاندې تښتول شوي وو .

مېرمن اکبر وايي " زموږ کارکوونکي پنځه هفتې مخکې تښتول شوي وو او د دوی ټولو مړي د جمعې په ورځ ترېنګوټ ته نژدې وموندل شول. "

نوموړې د خپلو همکارانو په وژلو کومه ډله او یا هم کس تورن نکړ، ویل کیږي چې دغه پنځه واړه تښتول شوي او بیا وژل شوي، افغانان دي.

زبیده اکبري وايي دوی د اوس لپاره په ارزګان کې خپل کارونه تر نامعلومې مودې پورې ځنډولي دي، دا وايي د امنیتي حالاتو له ارزولو وروسته به پرېکړه کوي چې په دغه ولایت کې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي کنه.

دا لومړی ځل بلل کیږي چې په افغانستان کې په یو ځل د دغې ادارې پنځه کارکوونکي تښتول کیږي او بیا وژل کیږي.

په افغانستان کې د سایف د چلډرن کارونه

سایف د چلډرن په افغانستان او د نړۍ په یوشمېر برخو کې د ماشومانو د حقونو د ساتلو او د هغوی د ژوند د ښه والي په برخو کې کار کوي.

د دغې ادارې د رسمي ویېپاڼې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ کارکوونکي لري چې له ډېر وخت راهیسې کار کوي.

دوی وايي دوی تر دې دمه په افغانستان کې څه باندې ۶۲ زره ماشومان له تاوتریخوالي ژغورلي او ۳۳۲۷۰۰ نورو ماشومانو ته یې د زده کړې زمېنې برابرې کړي دي.

د وېیپاڼې د معلوماتو په اساس، همدغې ادارې بیا لسګونه زره نورو ماشومانو سره په صحي او نورو مهمو برخو کې مرستې کړي دي.

دغه ادراه وايي افغانستان د ماشومانو لپاره هم خطرناکه ځای دی او وايي په هرو پنځو ماشومانو کې، چې عمرونه یې تر پنځو کم دي، یو مري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG