د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ماشومانو د موسسې له شړولو لاس واخیست


پاکستاني چارواکو تېره اوونۍ سایف د چلډرن د دغه هېواد د ګټو پر ضد په فعالیت کولو تورنه او وتړله.
پاکستاني چارواکو تېره اوونۍ سایف د چلډرن د دغه هېواد د ګټو پر ضد په فعالیت کولو تورنه او وتړله.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ خپله هغه پرېکړه بېرته واخیسته چې په اساس یې د ماشومانو د ساتنې یوه نړیواله ټولنه په دغه هېواد کې تړل شوې وه.

د کورنیو چارو وزارت سایف د چلډرن ټولنې ته بیا په پاکستان کې د کار کولو اجازه ورکړه.

تېره اوونۍ پاکستاني پولیسو او حکومتي مامورینو په اسلام اباد کې د دغې موسسي مرکزي دفتر وتړه او بهرنیو کارکونکو ته ١٥ ورځ وخت ورکړ چې له پاکستان نه ووځي.

خو، د پاکستاني چارواکو د خپلې پرېکړې د بېرته اخیستلو په اړه ډېر جزیات ورنکړل.

چارواکو د تیری پنجشنې په ورځ په اسلام اباد کې دغه موسسه د پاکستان پرضد په فعالیت کولو تورنه کړه او بیا یې په ټول هېواد کې دفترونه ور بند کړل.

هغه مهال یوه پاکستاني چارواکي ویلي وو چې د سایف د چلډرن د کارکوونکو تیلیفونونه او نور فعالیتونه څاري چې مشکوک برېښي خو ویې نه ویل چې د دغې ټولنې کوم کار مشکوک او د پاکستان د ګټو پر ضد و.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د دغې ټولنې د تړل کېدو اقدام غندلی و.

سایف د چلډرن موسسه په پاکستان کې له تېرو ٣٥ کالو راهیسي کار کوي، او دغې ټولنې په یوې اعلامیې ویلي چې په پاکستان کې کوم بهرنی کار کوونکی نلري خو، له هغه وخت راپدې خوا چې امریکا په پاکستان کې په پوځي عملیاتو کې اسامه بن لادن وواژه، دغه موسسه د مشکلاتو سره مخامخ شوي ده.

یو راپور وايي چې څو کاله مخکې د پاکستان استخباراتي ادارې د دغي موسسې بهرني کارکوونکي له پاکستان څخه په وتلو مجبوره کړل.

په دغه راپور کې راغلی ول چې سایف د چلډرن د شکیل افریدی سره اړیکې درلودې، شکیل افریدی هغه پاکستانی ډاکټر وچې پرې تور لګېدلی چې امریکا د اسامه بن لادن د پېدا کولو لپاره ګمارلی و.

خو، دغي موسسي د شکیل افريدي سره د هر ډول اړیکو لرل رد کړل.

XS
SM
MD
LG