د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کردي یاغیان تورنوي چې سوریایان کډوالۍ ته مجبوروي


لسګونه زره کډوال له ترکیې سره په سرحدي سیمې اعزاز کې مېشت شوي چې شاید پر ترکیې فشار زیات شي چې دغه کډوال ومني او که ترکیه دا کار وکړي، ترکیې ته به د سوریایي کډوالو یو نوی بهیر پیل شي.

ترکیې چارواکي وایي د کردانو پلان دی چې سوني عربان د سوریې د حلب له ښار نه وشړي او په دې کار سره به ترکان دغه سیمه هم کې د خپل حاکمیت لاندې وشمېري، ترکیي چارواکي وايي د جګړې د یو تخنیک په توګه، د اسد رژیم هم د کردانو دا پلان منلی دی.

د سوریې- کرد د ډیموکراتیکې ټولنې ډلې، د خلکو د ساتنې وسله والې څانګې تېره شپه د اعزاز د ستراتیژیک ښار په ۱۵ کیلومېترۍ کې د تل رفعت سیمه ونیوله. د حلب دوه مهمې لارې پر دغې سیمې تېرېږي. تل رفعت یوه لوړه سیمه ده چې په اسانۍ سره پر نورو سیمو ترې ډزې کېدی او توغندي وېشتل کېدی شي.

د رژیم ځواکونو چې تر ډېره په کې – ایرانیان، افان او عراقي شیعه ګان دي- هم تېره شپه د مسقان او الحریص کلي نیولي دي.

غمیزه

په باب السما کې د یاغیانو قوماندان وايي چې وروستي پرمختګونه یوه " غمیزه" ده. قوماندان ابو علي سیجوس د امریکا غږ اشنا ته وویل چې یاغي جنګیالي د تل رفعت نه پرته په بل هېڅ یو ځای کې هم د دفاع ګرښه نشي جوړولی.

د ترکیې چارواکي وايي کردي یاغیان په زوره خلک بې ځایه کوي.
د ترکیې چارواکي وايي کردي یاغیان په زوره خلک بې ځایه کوي.

هغه وویل " زموږ چې هر څه په وس پوره وي، د ولسي خلکو د ژغورنې لپاره یې کوو. خو، بیا هم روسان بمباري کولی شي او د رژیم ځواکونه توغندي وېشتلي دي. "
نوموړي زیاته کړه " د روسیې الوتکې، ولسي خلک مجبوروي چې سرحد ته ولاړ شي."

هغه وویل چې یاغي جګړه ماران د خپلو کورنیو او ځانونو د ساتلو اندېښنه او ویره هم لري. دغه قوماندان وايي که د رژیم ځواکونه یا کردي ملېشي د اعزاز سیمې ته نژدې شي" او ترکیه هم سرحد خلاص نکړي، بې ځایه شوي کډوال به د سرحد خنډونه مات او ترکیې ته واوړوي."

دغه قوماندان وايي چې د ترکیې توغندیز بریدونه نه له هغوی سره کومه مرسته کولی او نه هم د روسیې د هوايي بریدونو مخه نیولی شي.

د کډوالو نوې څپه

د ترکیې د حریت ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ د چارواکو له خولې، کردي جګړه ماران او د سوریې د رژیم سرتېري تورن کړل چې،د اعزاز پر لوري د وړاندې تګ له لارې، غواړي د کډوالو یوه نوې څپه راوپاروي.

ملګري ملتونه وايي د سوریې په جګړې کې لسګونه زره خلک وژل شوي دي.
ملګري ملتونه وايي د سوریې په جګړې کې لسګونه زره خلک وژل شوي دي.

دغلته د ترکیې د کیلیس د سړک په اته کیلیو مېتر کې د کډوالو لس کمپونه دي.

کردي جنګیالي دا خبره نه مني چې ګنې د رژیم د ځواکونو او د روسیې د هوايي الوتکو مرسته ورسره ده، هغوی ټېنګار کوي چې د کردانو د سیمې افرین کې د جګړې له کبله تښتېدلیو عرب سوني کورنیو ته د سرپناه په برابرولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

خو په سوریه کې د یاغیانو مشران مني چې د سوریې له رژیم سره پوځي همغږي لري، هغوی وايي چې له دوی سره د ترکیې خیانت هېرولی نشي.

د امریکا تګلاره

په واشنګټن کې د دفاع او دیموکراسۍ د ټولنې یو کارپوه داود ګردنسټن روس وايي چې د کردي جنګیالیو پرمختګ په سوریه کې د امریکا تګلاره خرابه کړې ده.

هغه وايي "دا لوی سقوط دی. هلته د امریکا له ملاتړه ځینې برخمنې ډلې، د امریکا له ملاتړ د برخمنو ځینو نورو ډلو سره جنګییږي. په ځانګړي ډول، د حلب په شمال کې د امریکا له ملاتړه برخمن اپوزیسون د امریکا له ملاتړه برخمن کردي یاغیانو سره په جنګ دي. ما هېڅکله هم داسې یو حالت لیدلی نه دی چې د سي آی اي یوه ملاتړې ډله دې د دغه سازمان له بلې ملاتړې ډلې سره وجنګیږي. همدغه علت دی چې ډېر خلک پر امریکا باور نه کوي. زموږ خلک باور نکوي چې حکومت به یې دومره بې کفایته وي، هغوی شک لري چې شاید ددغه کار تر شاه کومه دسیسه پټه وي. "

په سوریې کې د پنځه کلن جنګ په ترڅ کې تر دې دمه ۲۵۰۰۰۰ ( دوه نیم سوه زره) انسانان وژل شوي او ۱۱ میلیونه نور بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG