د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: د نجونو د لیسو د والیبال او باسکټبال اتلولۍ


کابل: د نجونو د لیسو د والیبال او باسکټبال اتلولۍ
کابل: د نجونو د لیسو د والیبال او باسکټبال اتلولۍ

په کابل کې د انجونو د ښوونځیو ترمنځ د باسکټبال او والیبال سیالیو پسرلنی ټورنمنټ پای ته رسیدلی.

د افغانستان د پوهنې وزارت د بدنی روزنې مشر عمرخیل وايي د والیبال سیالیو په پای لوبه کې دملالۍ لیسې وکولای شول چې درې د دوو امتیازونو پر وړاندې د سوریا لیسې ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام ترلاسه کړي.

همدا راز د باسکټبال سیالیو په لړ کې د ملکې ثریا او الفتح لیسو سره سیالي ترسره کړه چې د ملکې ثریا لوبډلې وکولای شول دیارلس د لسو امتیازونو پروړاندې خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

په دغو سیالیو کې د سوریا، افشارو، او الفتح لیسو په وار سره دویم څخه تر څلورم مقامونه ترلاسه کړل.ناهید یوسفي چې د ملکې ثریا د لیسې د باسکټبال د لوبډلې روزنکې ده وایي چې د لوبو منظم ځای نلري.

XS
SM
MD
LG