د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي حزب یو بل پلاوی کابل ته راغلی


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب یو بل درې کسیز پلاوی نن کابل ته راغلی دی.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب یو بل درې کسیز پلاوی نن کابل ته راغلی دی.

د اسلامي حزب د سیاسي کمیټې رئیس اود ګلبدین حکمتیار د زوم غیرت بهیر په مشرۍ د دغه حزب پلاوي نن د شنبې په ورځ کابل ته د رارسیدلو سره سم په یوې غونډه کې چې د اسلامي حزب د غړو او ملاتړو له خوا په یوهوټل کې جوړه شوې وه برخه واخیسته.

د دغه پلاوي غړو په خپلو ویناو کې وویل چې کابل ته د سولې له پیغام سره راغلي دي.

دې غونډې ته د دغه پلاوي یوغړي قاضي محمد حکیم وویل چې اسلامي حزب پتیلې ده چې د سولې لاره خپله کړي خو په دې شرط چې مقابل لوری هم د سولې په خوا ګامونه واخلي.

قاضي محمد حکیم وویل "په داسې حال کې چې مونږ ګورو څه حالات روان دي او کومو مشکلاتو سره مخ یو، مونږ دغه داعیه تر هغه حد پورې چې ممکنه ده او مونږ ته خپل دین اجازه راکوي، مونږ به خپل هڅو او تلاش ته ادامه ورکوو، هڅه به مو داوي چې خپل ملک د هغه حالت څخه راوباسو چې په کې راګیر دی ".

قاضي حکیم په خپلو څرګندونو کې د افغانستان د بشپړې ازادۍ یادونه وکړه او ویې ویل چې هغو قوتونو چې افغانستان ازادي یې له منځه وړې او د جګړې د پیل عامل ګرځیدلی باید دا له منځه لاړ شي.

دمخه معلومات

ټاکل شوې چې د اسلامي د افغان حکومت د چارواکو سره د سولې د خبرو لپاره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب یو بل لوړپوړی پلاوی نن کابل ته راشي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیالې میرمن حبیبه سرابي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د دغه پلاوي مشري د اسلامي حزب د سیاسي کمیټې رئیس او د حکمتیار زوم غیرت بهیر کوي.

قاضي محمد حکیم او علي انصاري هم په دغه درې کسیز پلاوي کې د غړو په توګه برخه لري.

میرمن سرابي وویل چې دغه پلاوی د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د مشرانو او د سیاسي او جهادي مشرانو سره د خبرو لپاره کابل ته راځي.

که څه هم ویل کیږي چې دا پلاوی کابل ته د افغانستان د جمهوررئیس محمد اشرف غني په بلنه سفر کوي، خو د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ سره په خبرو کې په دې هکله بې خبري وښودله.

میرمن سرابي د دغه پلاوي سره د سولې د عالي شورا د خبرو په هکله وویل چې دا شورا غیرت بهیر په مشرۍ د پلاوي سره د خبرو پلان نه لري او دا ځکه چې د میرمن سرابي په وینا د سولې عالي شورا د محمد امین کریم په مشرۍ د اسلامي حزب سره لا دمخه په خبرو بوخته ده.

میرمن سرابي وویل " هغوی پخپله راځي او د دې لپاره چې خبرې یو څه مخکې تللي دي، دوی غواړي چې له ځینو دوستانو سره خبرې وکړي".

د محمد امین کریم په مشرۍ د حکمتیار د اسلامي حزب یو پلاوی له یوې میاشتې راهیسې په کابل کې د سولې د عالي شورا د یو پلاوي سره په خبرو بوخت دی.

د سولې عالي شورا یو چارواکی وایي چې د حزب اسلامي د پلاوي سره یې په خبرو کې ډیر پرمختګ کړی دی.

دا شورا وایي چې د ۲۵ مادو څخه چې دواړه خواوې پرې خبرې کوي تراوسه دوی په ۲۲ مادو باندې سره سلا شوي دي.

د سولې د عالي شورا دغه چارواکي د پاتې دریو مسلو په باب جزئیات ورنکړل.

دمخه د سولې د عالي شورا یو چارواکي امریکا غږ ته ویلي وو، چې یو مسله چې اسلامي حزب پرې ټینګار کوي هغه د ملګرو ملتونو او امریکا د بندیزونو له لیستونو څخه د ګلبدین حکمتیار او ددغه حزب د یو شمیر نورو چارواکو د نومونو ایستل او زندانانو څخه د اسلامي حزب د بندیانو خوشې کیدل ښودل شوي وو.

XS
SM
MD
LG