د عامې روغتیا د وزارت چارواکي وایي چې د افغانستان په ختیځ کې د کونړپه ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو دویمه پیښه یې ثبت کړې ده چې ورسره په دغه هیواد کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر نولسو ته لوړ شوی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د کتلوي معافیت د څانګې مشر ډاکټر سردار محمد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دغه وزارت د کونړ ولایت د چپه دره په ولسوالۍ کې د پولیو یاماشومانو د ګوزڼ د ناروغې دویمه پیښه ثبت کړې ده.
ښاغلي پرویز وویل چې داپه روان کال کې د کونړ په ولایت کې د پولیو دویمه پیښه ده چې یوه شل میاشتنۍ ماشومه یې وهلې ده.
هغه وویل " دغې ماشومې نجلې تر اوسه پورې د پولیو ضد واکسین اخیستی نه وو".
ښاغلي پرویز دا هم وویل چې ددغې نجلې کورنۍ د چپې درې په کوټکي کلي چې د افغان حکومت له ولکې وتلې سیمه ده، ژوند کوي او له تېرو څلور کلونو راهیسې پدې سیمه کې د امینتي ستونزو له امله د پولیو واکسین ندی تطبیق شوی.
له بلې خوا په روان عیسوي کال کې په ننګرهار ولایت کې د افغانستان د نورو ولایتونو پرتله د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ زیاتې پیښې پکې ثبت شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرونو له مخې سږکال په ننګرهار کې تر اوسه د پولیو اته پیښې ثبت شوي دي، چې ددغه ولایت وروسته د پولیو ډیرې پیښې د فراه په ولایت کې ثبت شوي دي.
د پولیو د دغې تازه پیښې سره سږکال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمېر نولسو ته رسیدلی دی.
په ننګرهار کې د پولیو اته، په فراه کې څلور، په هلمند کې دوه، په کونړ کې هم دوه، په نیمروز، هرات او فاریاب ولایتونو کې تراوسه د پولیو یوه یوه پیښه ثبت شوې ده.
تیرکال په ټول افغانستان کې د پولیو ۲۸ پیښې ثبتې شوې وې.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، سبا به د کونړ په چپې درې ولسوالۍ د کې د پولیو ضد واکسین درې ورځینۍ کمپاین پیل شي چې د پولیو د ویرس د خپریدو مخ ونیول شي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازې دوه هیوادونه دي چې لا هم پولیو ناروغې په کې د ماشومانو د روغتیا په وړاندې سترګواښونه را ولاړ کړي دي.