د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او عراق کې د امریکا غږ خبریالان وهل شوي


له ښي خوا د امریکا غږ د کردي څانګې خبریاله زیهار محمد او د ډیوه راډیو خبریال نعمت الله سرحدي
له ښي خوا د امریکا غږ د کردي څانګې خبریاله زیهار محمد او د ډیوه راډیو خبریال نعمت الله سرحدي

امریکا غږ وایي چې پولیسو د پنجشنبې په شپه د ډیوه راډیو په همکار نعمت الله سرحدي د بلوچستان ایالت د چمن په سیمه کې د تالاشۍ په یوې پوستې کې برید کړی. هغه کور ته روان چې پولیسو ودراوه، ویې واه او پوزه یې ورماته کړه.

سیمه ییزو خبریالانو د ښاغلي سرحدي سره د پولیسو د چلن پر ضد د چمن په ښار کې مظاهره وکړه او دا پیښه یې غندلې ده.

په همدې حال کې د عراق د کردستان د امنیتي ځواکونو یوه غړي د امریکا غږ کردي څانګي په خبریالې، زیهار محمد، برید کړی دی. میرمن محمد د کردستان سلمانیه سیمې ته تللې وه چې د یوه مسجد مخې ته د مظاهرې په هکله راپور جوړ کړي.

امریکا غږ په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي چې د کردستان د امنیتي ځواکونو دغه غړي د خبریالې زیهار محمد نه غوښتلي و چې خپله کمره او موبایل ټیلفون دې هغه ته ورکړي خو میرمن محمد انکار کړی و. د امنیتي ځواکونو دغه غړي وروسته خبریاله زیهار محمد په سر په سوک وهلې وه او د هغې عینکې یې ماتې کړې وې.

د امریکا غږ رئیسې امینډا بینیټ پدغو پیښو خفګان ښودلی او وایي امنیتي ځواکونو یوازې پدې خاطر پدغو خبریالانو برید کړی چې " هغوي خپل کار کاوه او صحي معلومات یې خلکو ته رسول. "

میرمن بینیټ همدارنګه ویلي دي چې " دغه شان تهدیدونه به امریکا غږ ونه ډاروي او حقیقت به لټوي او شریکوي به یې"

په همدې حال کې د نشراتو د مدیریه هئیت بورد (بي بي جي) چې امریکا غږ یې یوه څانګه ده په پاکستان او عراق کې د چارواکو نه غوښتي دي چې د دغه شان " تیري کوونکو" اعمالو نه دې ډډه وکړي.

د بي بي جې رئیس جان لینسنګ ویلي دي چېدغه شان کارونه د "خپلواک ژرونالیزم او د بیان د آزادۍ"د غږدپورته کیدو مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG