د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار-غورک ولسوالۍ تړلې لار بیرته پرانستل شوه


مخالفو وسله والو په دغه لار اوه میاشتې وړاندې میانونه کیښودل چې ورسره په دغه لار تګ راتګ بند شو
مخالفو وسله والو په دغه لار اوه میاشتې وړاندې میانونه کیښودل چې ورسره په دغه لار تګ راتګ بند شو

په کندهار ولایت کې امنیتي چارواکي وایي چې اوه میاشتې وړاندې مخالفو وسله والو د کندهار غورک ولسوالۍ لار د ټرافیکو پرمخ وتړله چې تیره افغان امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې بیرته پرانیستې ده.

د ۲۰۵ اتل قوال اوردو ویاند ډګرمن محمد محسن سلطاني امریکاغږ ته وويل چې دغورک - ژړۍ ترمنځ څه باندې ۵۰ کیلو میتره اوږده غزیدلې لاره تیره شپه دافغان امنیتي ځواکونود عملیاتو په پایله کي د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده.

د پوځ دغه چارواکی وایي چې پر دغه لار تر ټولوستر ګواښ د ماینونوموجودیت وو، چي د عامو خلکو لپاره يې تګ راتګ ستونزمن کړی وو .

ډګرمن سلطاني وویل چې د طوفان یو په نوم دغه پوځي عملیات له تیري یوې اونۍ راهیسې په دغه سیمه کې پيل شوي وو چې عمده هدف يې ددغې لارې پرانیستل وو .

ډګرمن محسن وايي چې په ددغوعملیاتو کې د افغان حکومت ۶ مخالف وسله وال وژل شوي او په همدومره شمیر نورټپیان شوي دي.

د بلې خوا د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې یوتن ځانمرګی برید کونکی مخکې له دې چې خپل هدف ته ورسیږي د ملي اوردو د سرتیرو له خواپرې ډزې شوي او وژل شوی دی .

د ۲۰۵ اتل قوال اوردو ویاند پدې باب وايي چې برید کونکي په ځان پورې چاودیدونکي توکي تړلي وو او غوښتل يې چې د ملي اوردو پر یوه پوسته برید وکړي چې د پوستې موظفینو د برید دمخه وپیژنده او د برید دمخه یې ووژه.

د دایچوپان په ولسوالۍ کي له تیري ورځې راهیسیې د مخالفو وسله والو څخه د سیمې د پاکولو لپاره پوځي عملیات پيل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG