د لاس رسي وړ اتصالات

د یرغمل شویو مسافرو د خلاصون لپاره عملیات پیل شوي


 تیره اونۍ د کابل- کندهار په لویه لاره وسلوالو دیرش تنه مسافر له یوه بس څخه ښکته او بیا يې یو نامعلوم لورې ته له ځان سره یوړل.
تیره اونۍ د کابل- کندهار په لویه لاره وسلوالو دیرش تنه مسافر له یوه بس څخه ښکته او بیا يې یو نامعلوم لورې ته له ځان سره یوړل.

د زابل ولایت د شاجوی ولسوال عبدالخالق ایوبي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د یرغمل شویو دیرشو مسافرو د خلاصون لپاره د دغه ولایت د خاک افغان د ولسوالۍ په څو برخو کې نن د سه شنبې په سهار د افغان امنیتي ځواکونو له خوا عملیات چې هوایي ملاتړ هم ورسره دی پیل شوي دي.

ښاغلي ایوبي وویل " د یرغمل شوومسافرو د خلاصون لپاره د عملیاتو پریکړه وروسته له هغه وشوه چې یرغمل نیوونکو سره د قومي مشرانو دوه جرګو خبرې پرته د کومې نتیجې پای ته ورسیدلې. ".

تیره اونۍ د کابل- کندهار په لویه لاره د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسلوالو یوې ډلې د مسافرو دوه بس موټرې ودرولې اود یو بس موټر نه یې د ټوپک په زور دیرش تنه مسافر چې هزاراګان وو، ښکته او بیا يې یو نامعلوم لورې ته له ځان سره یوړل.

تراوسه لا د مسافرو د خلاصون په بدل کې د د یرغمل نیوونکو غوښتنې په ډاکه شوي نه دي په ځینو رپوټونو کې ویل شوي چې یرغمل نیونکي د مسافرو د خوشې کیدلو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو له خوا هغوی ته د وسلو د ډک یو کانټینر د ستنولو غوښتنه کوي خو تراوسه افغان حکومت دا رپوټونه تائید کړي نه دي.

د یرغمل نیوونکو له منګلو د دغو مسافرو د خلاصون لپاره په کابل او مزارشریف کې د مدني ټولنې په لسګونو فعالانو لاریونونه هم کړي او د افغان حکومت نه یې د یرغمل شوو مسافرو د خلاصون لپاره د پوځي اقداماتو غوښتنه هم کړې ده.

تر اوسه لا د عملیاتو د نتیجې په باب څه نه دي ویل شوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG