د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنیزو کمیسیونونو د غوراوي کمېټی کار پیل کړ


 د افغانستان د انتخاباتو د مستقل کمیسیون غړې راېې شمېري

د افغانستان د انتخاباتو د مستقل کمیسیون غړې راېې شمېري

د غوره کولو لپاره یوشمېر مهم شرایط لکه لوړې زده کړې، کاري تجربه، په جزا د نه محکومیت سابقه او ٣٥ کلني په نظر کې نیول شوي دي.

هغه افغانان چې غواړي د ټاکنیزو کمیسیونونو غړیتوب واخلي، هغوی نن د ولسمشرۍ د ادارې چارو په دفتر کې را غونډ شويدي چی د ټاکنو د غوراوي د کمېټې له خوا د ټاکنو د خپلواک او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونونو ته د غړیتوب لپاره د ثبت فورمې واخلي.

د ټاکنو د غوراوي کمېټې نن د کار په لومړۍ ورځ د کاندیدانو فورمې وویشلې. فیضي ځدراڼ چې غواړي د ټاکنو کمیسیون غړی شي، وايي :..

د فورمو د ویشلو دا لړۍ به لس ورځې دوام وکړي. په لسو ورځو کې به کاندیدان د غوراوي کمېټې ته خپل اسناد وسپاري."

د غوراوي کميټې تېره سه شنبه لومړۍ غونډه وکړله. ددې کمېټې غړي وايي، له ټولو کاندیدانو نه به د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ۲۱ تنه غوره کړي. له دغو ۲۱ غوره شویو نوماندانو نه به ولسمشر غني ۷ تنه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کمیشنرانو په توګه غوره کړي.

بل لورته د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون لپاره به د غوراوي کمېټه ۱۵ تنه غوره کوي، او له دغو پنځلسو کسانو نه به ولسمشر پنځه تنه وټاکي. د غوره کولو لپاره یوشمېر مهم شرایط لکه لوړې زده کړې، کاري تجربه، په جزا د نه محکومیت سابقه او داسی نور په نظر کې نیول شوي دي. پردې سر بېره پکارده چی د نوماند عمر له ۳۵ کلونو نه ټیټ نه وي.

د غوراوي د کمېټې مشر دین محمد ګران وايي په یوه نیمه میاشت کې به کارونه نهايي کېږي او بیا به د انتخاباتو د کمیسیون کار شروع کېږي.

هغه همدارنگه وویل چی په دی لاموږ بحث ندی کړی چی د ټاکنیزو کمیسیونونو موجوده غړی کولی شي چې په دې لیست کې شامل شي اوکه نه. خو موږ یو داسې طرزالعمل جوړوو چی تراوسه پورې یوڅه کار ورباندې شوی دی خو تکمیل شوی ندی، نو کیدی سی دا مسله هم موږ په خپل طرزالعمل کې واضح کړو.

د غوراوي د کمېټې د موقتې دارالانشاء مشر عاطف مشعل وايي، دې پروسې ته ټولې تخنیکي تیارۍ لرو او ټول اسناد اماده لرو. نن د گزینش کمیټی په اوله کاري غونډه کې اسناد تائید کړل او نهايي سول.

که څه هم کمیسیونونو له دغه ټول بهیر سره مخالفت ښودلی دی، خو بل لورته لا دا هم نده معلومه چې د ولسمشر تقنیني فرمان پدې اړه د مشرانو د جرګې له خوا نه ردیږي او که تائيديږي.

د غوراوي کمېټه، د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون لپاره له څو میاشتو کار وروسته تشکیل شوه. داکمیټه اووه غړي لري.

XS
SM
MD
LG