د لاس رسي وړ اتصالات

سمر: حکمتیار دې بښنه وغواړي


سیما سمر وايي د افغانستان په کورنیو جګړو کې بیلابیلو ډلو له بشري حقونو پراخې سرغړونې کړي

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره، سیما سمر د حزب اسلامي له رهبر، ګلبدین حکمتیار سره د روغې جوړې مخالفت نه کوي، خو له هغه څخه غواړي چې په کورنیو جګړو کې د خپل ګوند د ښکېلتیا له امله بخښنه وغواړي.

میرمن سمر وویل چې د بشري حقونو کمیسیون د حکمیتار په هکله خپل رسمي نظر وړاندې کړی دی.

میرمن سمر وایي د سولې د تامین لپاره مذاکرې ته ترجیع ورکوي، خو زیاتوي چې په هرې مذاکرې کې باید د بشر حقوق جدي ونیول شي.

میرمن سمر وایي د حکمتیار په هکله د هغې دریځ روښانه دی "ما ویل چې حد اقل، اول عدالت باید تر پښو لاندې نشي، دویم هیڅوک د ضدبشري او جنایي جرایم نشي کولای وبښي."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره وایي دا نړیوال جرایم دي او د زمان او مکان پورې ارتباط نلري.

افغان حکومت تیر کال د حکمتیار په مشرۍ له اسلامي ګوند سره د سولې تړون لاسلیک کړ او تیره میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ښاغلي حکمتیار نوم د ترهګرۍ له لست نه وایست.

د میرمن سمر سره بشپړ مرکه دلته کتلی شئ.

میرمن سمر د ایشچي د قضیې په هکله یې وویل چې عادلانه تحقیق وشي او محاکم مجبور دي چې هر قرباني لپاره عدالت تامین کړي او هر مجرم نه پوښتنه وشي.

XS
SM
MD
LG