د لاس رسي وړ اتصالات

کورکر: داعش باید په افغانستان او لیبیا کې پرمختګ ونکړي


سناتور کورکر د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر دی.
سناتور کورکر د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر دی.

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، باب کورکر وايي چې باید د اسلامي دولت ډله پرېنښودل شي چې په افغانستان او لیبیا کې پرمختګ وکړي.

ښاغلي کورکر وايي "زه څو ورځی مخکی په قطر کی وم. ومی لیدل چی هوايي عملیات په سمه توگه همغږي کیږي او زمونږ د قوماندانانو له کارکردگۍ نه ډېر راضي یم. وروسته کله چی افغانستان ته ولاړم، په دی ډاډه شوم چی زمونږ پوځ دالقاعدې پر ضد علمیات کولای شي خو د اسلامي دولت پر ضد اقدام نه شي کولای."

سناتور باب کورکر د سوریې د سولې د خبرو، د ایران سره د اتومي موافقې د اسلامي دولت ډلې، د شمالي کوریا او د روسیې په باب هم خبرې وکړي.

له ښاغلي کورکر سره د امریکا غږ د خبریال مایکل بومن د مرکې پښتو بڼه دلته واورئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:13 0:00

XS
SM
MD
LG