د لاس رسي وړ اتصالات

د برلین د غونډې د ګډونوال او ګانګرس غړي لووي ګومرټ سره د امریکا غږ ځانګړې مرکه


د برلین د غونډې د ګډونوال او ګانګرس غړي لووي ګومرټ سره د امریکا غږ ځانګړې مرکه
د برلین د غونډې د ګډونوال او ګانګرس غړي لووي ګومرټ سره د امریکا غږ ځانګړې مرکه

څو ورځې له مخه د افغانستان د ملي جبهې مشرانو د امریکا د کانگرس له څلورغړو سره د جرمني په برلین ښار کې ولیدل او د افغانستان د راتلونکې په اړه یې خبرې ورسره وکړې.د کانگرس غړی، لووي گومرټ یو د غونډې له گډون کونکو څخه وو. د ګانګرس دغه غړی په افغانستان کې پارلماني نظام غواړي.

دغه راز لووي گومرټ له طالبانو سره د خبرو مخالف دی او وايي چې د پخوانۍ شمالي ټلوالې مشران په افغانستان کې د پنځه شپیته په سلو کې استازیتوب کوي، خو دوي ته په حکومت کې پوره ونډه نه ده ورکړل شوې. گومرټ په دې نظر دی چې په افغانستان کې دي پارلماني نظام جوړ شي او واک دي زیات د مرکزي حکومت په ځای ولایتونو ته وسپارل شي. زمونږ همکار ابراهیم ناسر له لووي گومرټ سره ددغې غونډې په اړه تفصیلي مرکه کړېده چې په لاندي لینک کې یې اوریدلای شیْ

XS
SM
MD
LG