د لاس رسي وړ اتصالات

پر حکمتیار د بندیزونو لرې کولو غوښتنلیک ملګرو ملتونو ته واستول شو


دا غوښتنلیک نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ملګرو ملتونو د بندیزونو لرې کولو کمیټې ته استول شوی.
دا غوښتنلیک نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ملګرو ملتونو د بندیزونو لرې کولو کمیټې ته استول شوی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، افغان حکومت نن په رسمي توګه پر اسلامي حزب باندې د لګیدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنلیک ملګرو ملتونو ته واستوه.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب څخه د بندیزونو لرې کول، د دغه حزب او افغان حکومت ترمنځ د سولې د لاسلیک شوې موافقې یوه مهمه ماده ده.

د دغې موافقې په پنځمه ماده کې راغلي "د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمنه کوي، چې د دغې هوکړې لاسلیک سره به د ملګرو ملتونو، هېوادونو او اړوند ادارو سره په تماس د جګړې پای ته رسیدو او تل پاتې سولې او ټیکاو لپاره د اسلامي حزب پر مشر او غړو د لګیدلو بندیزونو لرې کولو لپاره رسماَ غوښتنه پیلوي. افغان حکومت مکلف دی په ممکن لږ وخت کې د دغو بندیزونو لرې کولو لپاره اقدامات وکړي".

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ امریکا غږ ته وویل، پر اسلامي حزب باندې د لګیدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنلیک نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د بندیزونو لرې کولو کمیټې ته استول شوی دی.

هغه وویل "د افغانستان د دولت هیله دا ده چې دا غوښتنلیک ژر بررسي شي او د تعزیراتو د لرې کولو لپاره اقدام وشي".

د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې موافقه نږدې دوه نیمې میاشتې مخکې د ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار له خوا لاسلیک شوه.

د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي غړي عتیق‌الله صافي، د افغان حکومت له خوا ملګرو ملتونو ته د بندیزونو د لرې کولو دغوښتنلیک استولو په تائید امریکا غږ ته وویل، د بندیزونو له لرې کیدو وروسته به د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په عام محضر کې راښکاره شي.

هغه وویل "په دې کې یوه مسله له تور لیست څخه د حزب اسلامي د امیر حکمتیار صاحب نوم ایستل دي او بل یو هیواد دی، چې هغه د حزب اسلامي په امیر باندې کوم بندیز نه لري، خو په حزب اسلامي باندې یې لري دا دوه مسلې دي".

ښاغلي صافي زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو په ګډون د امریکا او انګلستان هیوادونو پر اسلامي حزب، د دغه حزب پر مشر او دوو قوماندانانو انجینر عبدالصبور او عبدالله نوبهار باندې بندیزونه لګولي دي.

ښاغلي صافي وویل، ملګرو ملتونو ته د افغان حکومت د غوښتنلیک له سپارلو وروسته تمه ده، چې پر اسلامي حزب او د دغه حزب پر مشر او غړو باندې ټول لګیدلي بندیزونه تر راتلونکو لسو ورځو پورې لرې شي.

XS
SM
MD
LG