د لاس رسي وړ اتصالات

ضیا مسعود: وسله والو مخالفانو په دولتي ادارو کې نفوذ کړی


مسعود په خپلو خبرو کېد پخوانیو مجاهدینو د قوماندانانو څخه وغوښتل چې سره یوځای شي.
مسعود په خپلو خبرو کېد پخوانیو مجاهدینو د قوماندانانو څخه وغوښتل چې سره یوځای شي.

د ښه حکومتدارۍ او اداري اصلاحاتو په چارو کې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني ځانکړي استازي احمد ضیا مسعود نن د پنجشنبې په ورځ د جنرال مولانا عبدالرحمان سید خیلي د پنځم تلین په مناسبت په کابل کې یوې جوړي شوي غونډې ته په وینا کې وویل چې په تیرو څلوارلسو کلونو کې د پخوانیو مجاهدینو ډیر قوماندانان د نړیوالو تروریستانو له خوا د ځینو کورنیو کړیو په مرسته وژل شوي دي.

احمد ضیا مسعود وویل چې د پخوانیو مجاهدینو د یو شمیر مشرانو له وژلو وروسته پخواني مجاهدین د منظمو تشکیلاتو په جوړیدلو نه دي بریالي شوي.

هغه وویل چې د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر مشران د دې له امله چې د مخالفو وسله والو له خوا ونه وژل شي، دننه په خپل هیواد کې اوسیدلو ته زړه نه ښه کوي.

ښاغلي مسعود وویل " تروریستان په رښتیا په دې بریالي شوي چې زمونږ د هیواد په دننه په ښارونو کې، په ولسوالیو کې، په دولتي ادارو کې نفوذ وکړي، د تروریزم لپاره داسې موقع برابره شوه چې حتی په امنیتي ادارو، ملکي ادارو اوهغوی په دې وتوانیدل چې دلته په ټولو ټولنیزو شبکو کې نفوذ وکړي ".

احمد ضیا مسعود وویل چې په تیرو څوارلس کلونو کې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د افغانستان د حالاتو ګټه اخیتسې ده او د کابل په ګډون یې د هیواد په ډیر برخو کې د حکومت پر خلاف شبکې جوړې کړي دي.

ښاغلي مسعود وویل " اوس هم هغه کسان چې په کابل کې دي، د طالبانو شبکې په رسمي او نیم رسمي ډول فعالیت کوي، هره ورځ ښوونځیو او حکومتي ادارو ته ځي، کلو ته ځي او خلک طالبانو لیکو ته دعوت کوي او حتی یو شمیر ځوانان د پوځي زده کړو لپاره پاکستان ته استوي".

احمد ضیا مسعود د پخوانیو مجاهدینو له قوماندانانو په یو محور د راغوڼدیدلو غوښتنه هم وکړه.

دې غونډې ته د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په خپله وینا کې یو ځل بیا په غیر مستقیم ډول د افغانستان د سولې د عالي شورا د نوي رئیس څرګندونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې که افغان امنیتي ځواکونه یوه ورځ جګړه ونه کړي نو په افغانستان کې به حالات څه بل ډول وی.

XS
SM
MD
LG