د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: صنعتي هېوادونو د غونډې مهم مسایل تروریزم او شمالي کوریا دي


د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي تروریزم او شمالي کوریا د اوو سترو صنعتي هېوادونو د د غونډې د اجنډا اصلي مسایل دي.

د اوو سترو صنعتي هېوادونو غونډه د جمعې په ورځ ( مۍ۲۶)د ایټالیا د سیسلي په ښار کې پیل شوه. ښاغلي ټرمپ وویل چې دا غونډه به د شمالي کوریا سره پر شته ستونزې ښه تمرکز وکړي.

په غونډه کې به د داعش او نورو ترهګرو ډلو ټپلو سره په نړیوالې مبارزې او د شمالي کوریا د بلاستیکي توغندیو د مخنیوي پر لارو چارو هم خبرې وشي.

پر دې سربېره په پام کې ده چې ولسمشر ټرمپ به د اوو سترو صنعتي هېوادونو له مشرانو سره په نړیوالو تجارتي اړیکو هم خبرې وکړي.

خو، د غونډې ګډونوال دا تمه هم لري چې ښاغلی ټرمپ دې د اقلیم د بدلون د موضوع او نړیوال تجارتي مسایلو په اړه خپل دریځ هم نرم کړي.

تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ په بلجیم کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د دغه سازمان په غړیو انتقاد وکړ، چې له ناټو سره د مالي تمویل په برخه کې یې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې. هغه وویل په اصل کې دا کار د امریکا د مالیه ورکوونکو سره ښه چلند نه دی.

په غونډه کې به د شین کوریزو ګازونو د کنترول په اړه د پاریس د غوندې د پرېکړې د عملې کولو پر لارو چارو هم خبرې وشي. د پاریس غونډه تېر کال وه. ښاغلي ټرمپ د خپلو انتخاباتي مبارزو پر مهال د اقلیم د بدلون مسئله دوکه بللې وه.

خوو اووه سترو صنعتي هېوادونو له کلونو کلونو راهېسې د اقلیم د بدلون مسئله یوه جدي ستونزه ګڼلې ده. په اوو سترو صنعتي هېوادونو کې امریکا، کاناډا، برتانیا، فرانسه، جرمني، ایټالیا او جاپان هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG