د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې په یوې مظاهرې کې څو تنه وژل شوي


دا تصویر په ننګرهار کې د یوې بلې مظاهرې دی چې له ارشیف څخه اخیستل شوی.
دا تصویر په ننګرهار کې د یوې بلې مظاهرې دی چې له ارشیف څخه اخیستل شوی.

په ننګرهار کې طالب مقامات وايي چې د پنجشنبې په ورځ مۍ نهمه (حمل۲۰) په یوې مظاهرې کې د یو طالب چارواکي په ګډون څو تنه وژل شوي دي.

پېښه له هغه وروسته وشوه چې د جلال اباد تورخم د لارې ترمنځ یوې سیمې کې اوسېدونکو ته وویل شول چې کورونه او سیمه تخلیه کړي.

طالبان وايي چې دا خلک په حکومتي ځمکې ودان دي‌ او طالبان غواړي دغلته د کمرک لپاره یوه نوې ودانۍ جوړه کړي.

په تورخم کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ یو مسئول عرفات مهاجر، فرانس پرس اژانس ته ویلي چې طالبانو د دغې سیمې اوسېدونکو ته وویل چې کورونه تخلیه کړي چې د کمرک د ودانۍ جوړېدو ته لاره پرانیستل شي، خو «د سیمې خلکو شخړه پیل کړه» چې په کې «یو طالب مقام او څو نور کسان، چې دا ځمکې یې (په ناقانونه) توګه نیولې، ووژل» شول.

طالبانو نه دي ویلي چې دا خلک څنګه وژل شوي دي. خو په ټولنیزو رسنیو کې په ځینوخپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې د مظاهرې په مهال ډزې کېږي‌ او مظاهره کوونکي‌ تښتي.

د دغې شخړې له کبله د جلال اباد تورخم لاره هم د څه وخت لپاره بنده شوې وه.

یو عیني شاهد جمیل کوټوال وویل چې چارواکي وايي دا ځمکه د حکومت ده، خو دغلته مېشت کوچیان ادعا کوي چې ځمکه د هغوی ده او قباله یې هم لري.

نوموړي د یوې مظاهره کوونکي له خولې وویل چې په پېښه کې «درې تنه وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل» دي،‌ او په خبره یې که ستونزه حل نه شي، مظاهره به روانه وي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال راهېسې چې بیا طالبان واکمن شوي، مظاهرې کمې کېږي. څو ورځې مخکې په بدخشان کې د طالبانو له لوري د کوکنارو د کروندو د اړولو په مهال هم خلکو مظاهره وکړه چې بیا ډزې وشوې او دوه تنه ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG