د لاس رسي وړ اتصالات

شربت ګله له پیښوره کابل ته راورسیده


شربت‌ګله تیره شپه دوه بجې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا په تورخم کې افغان چارواکو ته وسپارل شوه.
شربت‌ګله تیره شپه دوه بجې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا په تورخم کې افغان چارواکو ته وسپارل شوه.

د شنو سترګو نوموتې افغانه میرمن شربت‌ګله تیره شپه دوه بجې د پاکستان د سرحدي ځواکونو له خوا په تورخم کې افغان لوري ته وسپارل شوه، چې نن سهار وختي له هغه ځایه پلازمینې کابل ته ولیږدول شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل "موږ شربت‌ګلې ته په ننګرهار کې د مراسمو تابیا کړې وه، خو ځینو امنیتي او نورو مسلو له کبله نن سهار دوه بجې کابل ته انتقال شوې ده".

د والي د ویاند پر وینا، کابل ته د شربت‌ګلې د لیږدولو لپاره ځانګړي موټر له کابل څخه تورخم ته راغلي وو.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حُسین مرتضوي امریکا غږ ته وویل، شربت‌ګله کابل ته رسیدلې ده او ژر به له ولسمشر محمداشرف غني سره وګوري.

په پام کې ده چې ولسمشر غني به د شربت ګلې سره په کتنه کې هغې ته په کابل کې یو کور هم ورکړي.

شربت‌ګله شاوخوا دوه اونۍ مخکې د پاکستان حکومت په دې تور بندي کړه، چې په هغه هیواد کې یې د اوسیدو لپاره جعلي اسناد جوړ کړي وو.

هغه د افغان حکومت د ډيپلوماټیکو هلو ځلو په نتیجه کې بیرته خوشې شوه.

د خیبر پښتونخواه ایالتي حکومت د شربت‌ګلې له کورنۍ څخه غوښتي وو، چې د افغان مهاجر په توګه په دغه ایالت کې پاتې شي، خو شربت‌ګلې دا غوښتنه رد کړه او افغانستان ته راستنه شوه.

شربت‌ګلې په کال ۱۹۸۴ کې وروسته له هغې نړیوال شهرت وموند کله چې د نشنل جیوګرافیک مجلې په لومړي مخ د نوموړې تصویر خپور شو.

XS
SM
MD
LG