د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د شانګهای همکارۍ د سازمان بشپړغړیتوب غواړي


تیر ځل د شانګهای د همکاریو د سازمان کلنۍ غونډه په روسیې کې شوې وه
تیر ځل د شانګهای د همکاریو د سازمان کلنۍ غونډه په روسیې کې شوې وه

د افغانستان د حکومت اجرائیه رېیس عبدالله عبدالله د مل پلاوي سره چین ته رسیدلی او د شانګهای همکاریو د سازمان په څوارلسمه کلنۍ غونډه کې ګډون کوي.

ښاغلی عبدالله عبدالله به سبا د سازمان د غړیو هیوادونو د وزیرانو په غونډې کې سبا ګډون وکړي.

د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله به د شانګهای د همکاریو د سازمان پدې غونډې کې کوښښ وکړي چې افغانستان ته د دې سازمان بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي. افغانستان اوس د سازمان د ناظر هیواد په توګه په غونډو کې برخه اخلي.

د اجرایه ریاست ویاند جاوید فیصل امریکا غږ ته وویل چې "ښاغلی عبدالله به کوښښ وکړي چې پدې غونډې کې د ترویزم سره په مبارزې کې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو همکاري جلب کړي. "

فیصل وایي " د افغانستان حکومت کوښښ کوي چې په سیمې کې نفوذ لرونکي هیوادونه پدې قانع کړي چې د افغانستان ګاونډیان د سولې، امنیت او ثبات په ټینګښت کې " صادقانه همکارۍ" ته وهڅوي.

د اجریه ریاست ویاند جاوید فیصل امریکا غږ ته همدارنګه وویل " زمونږ ځیني ګاونډیان له یوې خوا وسله واله ډلې سولې ته هڅوي او بله بلې خوا ورته وسلې او مهمات ورکوي چې په افغانستان کې جګړه پرې وکړي."

اجرایه ریاست امریکا غږ ته وویل ښاغلی عبدالله به د شانګهای غونډه کې د تروریزم سره په جدې مبارزې خبرې وکړي او د چیني، مقاماتو سره د دوه اړخیزه لیدنو ترڅنګ به د روسيې، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان له جمهور رېیسانو سره وګوري.

روسیه، چین، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، او قرغزستان د شانګهای د همکاریو سازمان رسمي غړي او افغانستان، پاکستان، هند، ایران، ترکمنستان او مغولستان د ناظر هیوادونو په حیث ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG