د لاس رسي وړ اتصالات

شاراپووا دوه کاله د تینس له سیالیو منع شوه


شاراپووا په ١٧ کلنۍ کې د لومړي ځل لپاره د لندن د ویمبلدون جام وگاټه
شاراپووا په ١٧ کلنۍ کې د لومړي ځل لپاره د لندن د ویمبلدون جام وگاټه

د تینس په ورزش کې د روسیې او نړۍ مشهوره لوبغاړې ماریا شاراپووا د هغه درې کسیز پلاوي له خوا د دوو کالو لپاره د تینس په سیالیو کې له گډون څخه محرومه کړای شوه چې د تینس د نړیوال فدراسیون له لورې ټاکل شوی و.

شاراپووا سږکال د جنورۍ په میاشت کې د استرالیا د میلبرون د تینس د جام په لوبو کې د میلډونیوم په نامه د بدن د غښتلتیا د یوې مادې د استعمال په وجه په دوپینگ تورنه کړای شوه.

شاراپووا ددې پریکړې پر وړاندې په یو چټک غبرگون کې وویل چې هغه به د سپورت عالي محکمې ته مراجعه وکړي.

پر شاراپووا باندې لږیدلی بندیز به د ٢٠١٨ کال د جنورۍ په میاشت کې لېرې شي.
پر شاراپووا باندې لږیدلی بندیز به د ٢٠١٨ کال د جنورۍ په میاشت کې لېرې شي.

د تینس د نړیوال فدراسیون دغه درې کسیز خپلواک هیت ویلي دي چې " شاراپووا ددې نیت نه درلود چې دوکه وکړي، ځکه هغه په دې نه وه خبره چې د میلډونیوم په نامه د تقویې ماده منع شوی ده. خو بیا هم ددې مادې نه د گټې اخیستنې په وجه مسولیت د هغې په غاړه دی."

خو شاراپووا وایي " دا چې دغه پلاوي په خپل بیان کې په سمه توگه ویلي دي چې ما په قصدي توگه د دوپینگ ضد قانون نه سرغړونه نه ده کړې، نو زه ددغه دوه کلن بندیز سخته سزا نه منم."

هغه وایي چې سمدستي به د سپورت د نړیوالې محکمې نه وغواړي چې پر هغې باندې لگول شوی بندیز لېرې کړي.

شاراپووا چې پنځه ځلې یې د گرند سلیم په نامه د نړۍ د تینس ستر جامونه گټلي دي د مارچ په میاشت کې د تینس د نړیوال فدراسیون له لورې وروسته له هغې منع کړای شوه چې په لاس انجلس کې یې په یو خبري کنفرانس کې اعتراف وکړ چې د دوپینگ ازموینه یې مثبته وه.

شاراپووا وایي په دې نه وه خبره چې د روان کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه د دوپینگ نړیوالې موسسې لوبغاړي د میلوډونیم له استعمال څخه منع کړي وو. د هغې مدافع وکیل جان هگرتي وایي چې شاراپووا دغه ماده ددې نیټې وروسته هم استعمال کړی وه.

د جنورۍ په لومړۍ نیټه د دوپینگ نړیوالې موسسې لوبغاړي د میلوډونیم له استعمال څخه منع کړل
د جنورۍ په لومړۍ نیټه د دوپینگ نړیوالې موسسې لوبغاړي د میلوډونیم له استعمال څخه منع کړل

د تینس نړیوال فدراسیون بیا وایي چې هغې د درې کالو په جریان کې ددې مادې د استعمال په اړه خپل ترینر، ډاکتر او د تغذیې متخصص او مشاور ته څه نه و ویلي دغه راز یې د دوپینگ ضد مقاماتو نه پټ ساتلی و او د سیالیو پر وخت یې له دغې مادې نه کار اخیست.

پر شاراپووا باندې لږیدلی بندیز به د ٢٠١٨ کال د جنورۍ په میاشت کې لېرې شي.

شاراپووا د نړیوال تینس په تاریخ کې د لسو پیاوړو ښځو له ډلې څخه ده چې د گرند سلیم په نامه د نړۍ د تینس د څلورو سترو جامونو – استرالیا، پاریس، ویمبلدون او امریکا – په سالیو کې یې لږ تر لږه یو یو ځل دغه جامونه گټلي دي.

شاراپووا په ١٧ کلنۍ کې د لومړي ځل لپاره د لندن د ویمبلدون جام وگاټه او په ١٨ کلنۍ کې یې د نړۍ د ښځینه تینس لومړی مقام خپل کړ. په ١٩ کلنۍ کې یې د امریکا جام او په شل کلنۍ کې یې د استرالیا جام ترلاسه کړ. هغه اوس ٢٩ کلنه ده.

XS
SM
MD
LG