د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان او نړۍ کې بشري مرستو ته د ماشومانو د نه لاسرسي زیاتوالی ټکان ورکوونکی دی


عکس: ارشیف - کاریګر ماشومان
عکس: ارشیف - کاریګر ماشومان

د ماشومانو او وسله والو شخړو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي چې د افغانستان په ګډون په جګړو کې په اېسارو هېوادونو کې د هغو ماشومانو مخ په زیاتېدونکی شمېر ټکان ورکوونکی دی، چې له بشري مرستو څخه محروم شوي او لاسرسی ورته نه لري.

ملګرو ملتونو نن چهارشنبه اپریل درېیمه (حمل ۱۵) په خپل راپور کې داسې مهال دا خبرداری ورکړی چې د بشري مرستو په کاروانونو باندې یا بریدونه شوي‌ او یا یې حکومتونو مخه نیولې ده.

په جګړو کې د ایسارو ماشومانو د حقوقو په اړه د ملګرو ملتونو د مشر راپور د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې خپور شو، په راپور کې له غزې څخه نیولې تر یمن، افغانستان او مالي پورې ۴۰۰۰ داسې پېښې ثبتې شوې‌ چې ماشومانو ته مرستې پرېښودل شوي نه دي.

په دې برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ویرجینیا ګامبا د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا ته وویل: «زموږ د ۲۰۲۴ کال راپور ته ټول شوي معلومات ښکاره کوي چې موږ به په نړیواله کچه د بشري حقونو د ممانعت له مخ په زیاتېدونکو او هېښوونکو پېښو (ارقامو) سره مخامخ یو.»

هغې وویل چې په دې برخه کې د تېرکال شمېر د ۲۰۱۹ کال د شمېرو په پرتله خورا زیاتې وې.

ګامبا وویل: «د بشري مرستو د مخنیوي او ممانعت پېښې د بشري فعالیتونو، د بشري مرستو په عملیاتو کې د مداخلو، اړمنو ته د مرستو په وېشلو کې د تبعیض، په ولسي تاسیساتو باندې د مخامخو او بې بندوباره بریدونو، د ناسمو معلوماتو او توقیف، د بشري مرستو رسوونکو د وژلو، تاوتریخوالي او لوټ تالان له پېښو سره تړلي‌ دي.»

هغې ونه ویل چې د ۲۰۲۴ کال په راپور کې، چې څو میاشتې وروسته خپرېږي، کوم هېوادونه شامل وي، خو د تېرکال په راپور کې یې تقریبآ له نیمايي زیاتې پېښې -۱۸۶۱- د اسرائیل ځواکونو له لورې وې، چې د غزې ماشومانو ته یې مرستې نه وې پرېښې.

د تېرکال راپور د اکتوبر تر اوومې نېټې مخکې خپور شوی و، په دې نېټې باندې د حماس جنګیالیو په اسرائيل باندې بریدونه وکړل او ملګري ملتونه په اسرائیل انتقاد کړی دی چې د جګړې له پيل راهېسې غزې ته بشري مرستې نه پرېږدي.

په همدې حال کې د یونیسف اجرايي مشر تېډ چایبان د امنیت شورا ته وویل: «د دغو محدودیتونو له کبله ماشومان نه شي کولای چې خواړه او د خپل عمر سره برابر صحي خدمتونه ترلاسه کړي او په ورځ کې تر دوو یا دریو لیترو اوبو څخه هم کمې لري.»

چایبان وویل چې په غزه کې تر دوو کالونو څخه په کم عمر کې په هرو دریو ماشومانو کې یې یو د سوء تغذي له سخت رنځ څخه کړېږي: « عواقب یې ښکاره دي، دا شمېره په تېرو دوو میاشتو کې دوه برابره زیات شوی دی.»

نوموړي په غزې سربېره سودان او یمن هم یاد کړل چې ماشومانو کې بشري مرستو ته لاسرسی نه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG