د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي دفاع وزارت په نوې ودانۍ کې ساختماني نمیګړتیاوې


د ملي دفاع د وزارت دغه ودانۍ په کوچني پنټاګون هم شهرت لري

د ملي دفاع د وزارت دغه ودانۍ په کوچني پنټاګون هم شهرت لري

د سیګار په راپور کې ویل شویدي چې دغه پنځه پوړیزهودانۍ د قرارداد له مخې باید چې د48.7 میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت په اتلسو میاشتو کې جوړه شوې وه.

خو سیګار وایي چې د ودانۍ جوړیدو پنځه کاله وخت ونیوه او هم د هغه څه نه چې په لومړي سر کې اټکل شوی و، درې چنده زیاتې پیسې پرې ولګول شوې. دغه ودانۍ چې پروسږکال د افغانستان حکومت ته وسپارل شوه، ټول ټال پرې 154.7 میلیونه ډالر لګول شویدي.

د سیګار په راپور کې ویل شویدي چې د کار په لومړي کال کې د افغانستان ملي اردو د امریکا یوه قراردادي کمپنۍ ته اجازه نه ورکوله چې د ملي دفاع د وزارت د نوې ودانۍ لپاره ساحه معاینه کړي. نورې ستونزې چې د ملي دفاع د وزارت د ودانۍ د جوړیدو د ځنډیو عوامل ګڼل شوي، خرابه هوا، امنیت او د بودیجې ستوزې یادې شویدي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي متفش یا سیګار په راپور کې ویل شویدي چي د ملي دفاع وزارت دغه ودانۍ چې په کوچني پنټاګون هم یادیږي، داسې ساختماني ستونزي لري چېد زلزلې او دوامداره بارانونو په مقابل کې د ودانۍ مقاومت تر پوښتنې لاندې راولي.

د سیګار دفتر دغه ودانۍ شپږ ځله معاینه کړې او د هرې برخې چې د هغوي په باور ستونزې لري، عکسونه یې اخیستي دي. د سیګار دفتر په افغانستان کې هغو امریکایي ځواکونو ته چې د ودانۍ چارې یې څارلې، نوي ورځي وخت ورکړی چې د دغه دفتر د وړاندیزونو پر اساس د راتلونکو اقداماتو په هکله اطلاع ورکړي.

XS
SM
MD
LG