د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان دفاع وزارت په اردو کې ۳.۵٪ کموالی مني


سیگار: د ۲۰۱۳ کال له سپتمبر څخه د ۲۰۱۴ کال تر سپتمبر پورې شاو خوا ۴٠ زره نومونه د افغانستان د ملي اردو له تشکیلاتو څخه حذف شوي دي.

سیگار: د ۲۰۱۳ کال له سپتمبر څخه د ۲۰۱۴ کال تر سپتمبر پورې شاو خوا ۴٠ زره نومونه د افغانستان د ملي اردو له تشکیلاتو څخه حذف شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د امریکا د ځانګړي مفتیش یا سیګار د راپور په هکله په خپل غبرګون کې ویلي دي چې دا وزارت د افغان پوځ په لیکو کې ۳.۵ فیصده کموالی تائیدوي، او د دغه کموالی علت د ملي اردو له لیکو د ترخیص، د سرتیرو وژل کېدل او یا هم د رخصتیو له امله ګڼي.

د ملي دفاع وزارت یوازې درې اشاریه پنځه په سلو کې د ملي اردو له لیکو د غیری حاضرۍ خبره تائید کړې خو د سیګار د ټول راپور له منلو یې ډډه کړې ده.

د سیگار څرگندونې

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانگړی مفتش (سیگار) د رپوټ په هکله غبرگون ښودلی دی. سیگار د افغان ملي پوځ تازه تشکیلاتي شمېرې په یو رپوټ کې چې د سه شنبې په ورځ خپور شو په ډاگه کړي دي.

سیگار وایي د افغان ملي پوځ له لیکو څخه په یو کال کې څه دپاسه ١٥ زره سرتیري تښتیدلي او څه دپاسه ١٣ زره نور په جگړو کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جان کمبل، دمخه دغې شمیرې پټې تثبیت کړې وې، خو دا کار د امریکا د کانگرس د یو شمیر غړو له نیوکو سره مخامخ شوی و.

د نویو شمېرو له مخې، دا مهال د افغانستان د ملي پوځ د پوځي او ملکي منسوبینو مجموعي شمیر شاو خوا ۱۶۹ زره تنه دی چې دا په تیرو دریو کلونو کې تر ټولو ټیټه شمیره گڼل شوې ده.

د سیگار په رپوټ کې ویل شوي دي چې د ۲۰۱۳ کال له سپتمبر څخه د ۲۰۱۴ کال تر سپتمبر پورې شاو خوا ۴٠ زره نومونه د افغانستان د ملي پوځ له تشکیلاتو وایستل شول.

د سیگار موندنې همداشان ښي چې په تیر یو کال کې څه دپاسه ۱۵۶۰۰ تنه د افغان پوځ له لیکو تښتیدلي دي چې دا د افغان اردو د تشکیلاتو اته عشاریه پنځه سلنه کیږي.

سیگار د افغان پوځ د تشکیلاتو په هکله د کره احصایي په نه شتون او د شمیرو په تناقض نیوکه کړې ده او هغه یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په تمویل او تجهیز کې اساسي ستونزه گڼلې ده.

په لوړه کچه مرگ ژوبله

د افغانستان دولت د ملي پوځ د سرتیرو برسیره څه دپاسه ۱۵۰ زره ملي پولیس او شاو خوا محلي پولیس یا وسله وال ملیشه په واک کې لري.

سیگار رپوټ ورکوي چې د ۲۰۱۳ کال له سپتمبر څخه د ۲۰۱۴ تر سپتمبر پورې د افغان ملي پوځ څه دپاسه ۱۳۰۰ منسوبین په وسله والو نښتو کې وژل شوي دي. د ملي او سیمه ییزو پولیسو شمیره څرگنده نه ده.

د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د ماموریت په پای ته رسیدو او افغان پوځیانو ته د هیواد د امنیتي او دفاعي مسولیتونو په سپارلو سره ددې ځواکونو د مرگ ژوبلې شمیره لوړه شوې ده.

امریکایي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو په ترڅ کې د افغانستان په گوټ گوټ کې څه دپاسه اته سوه پوځي اډې افغان ملي پوځ ته سپارلې دي. امریکا او متحدین یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په دوام ټینگار کړی دی.

د سیگار د رپوټ له مخې د امریکا متحده ایالتونو تر اوسه څه دپاسه ۳۴.۸ میلیارد ډالر د افغانستان د ملي اردو په زده کړو، تجهیز و تمویل لگولي دي.

XS
SM
MD
LG