د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لویې لارې مخ په خرابېدو دي- سیګار


د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکو ویلي چې د جوړو شویو سړکونو ۲۰ فیصده وران شوي او ۸۰ فیصده نور یې هم مخ په ورانېدو دي
د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکو ویلي چې د جوړو شویو سړکونو ۲۰ فیصده وران شوي او ۸۰ فیصده نور یې هم مخ په ورانېدو دي

د سیګار د نوي راپور په اساس په افغانستان کې د ۲۰۰۲ کال نه راپدیخوا د جوړو شوو سړکونو ۲۰ فیصده وران شوي او ۸۰ فیصده نور یې هم که پام ورته و نه شي مخ په ورانېدو دي.

د افغانستان د بیارغوني په برخې کې د امریکا د حکومت د ځانګړي مفتش-سیګار- دفتر په خپل نوي رپوټ کې چې د شنبې په ورځ خپور شو دغه خبره کړې ده. سیګار د افغانستان د فواید عامې وزارت له قوله ویلي چې سړکونه جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

د امریکا پرمختیايي ادارې او د دفاع وزارت له ۲۰۰۲ کال راپدیخوا د افغانستان د لویو لارو په جوړولو او د سړکونو د ساتلو په ظرفیت جوړولو باندې شاوخوا ۲.۸ میلیارده ډالر لګولي دي.

د امریکا پراختیايي اداره یا یو اس ایډ ویلي که سړکونه سم ونه ساتل شي، د دغو سړکونو بیا رغول ۸.۳ میلیارده ډالر غواړي. د یواس ایډ د اټکل له مخې د افغانستان د لویو لارو ۵۴ فیصده د نه پاملرنې له کبله وران ویجاړ شوي او بیارغونه غواړي.

سیګار ۲۰ سړکونه اروزلي دي، چې په ۱۹ سړکونو کې د وړو درزونو او چاودونو نه نیولې د پولونو تر ورانېدو او ویجاړېدو پورې برخې شاملې دي. سیګار وايي وسله والو مخالفینو او طبعي پېښو دا سړکونه تخریب کړي دي.

په ارزول شویو سړکونو کې یې ۱۷ داسې دي چې یا ورته هېڅ پام نه دی شوی او یا هم ساتلو ته یې کمه توجه شوې ده.

د سیګار په راپور کې راغلي چې د لویو لارو په لا خرابېدو سره به د هېواد نورو سیمو ته د حکومت رسېدل او تجارت ستونزمن او د عادي افغانانو تګ راتګ محدود شي، راپوره وايي د بېلګې په ډول که د کابل-کندهار لاره وتړل شي "مرکزي حکومت به نسکور" شي.

سیګار وايي که د سړکونو ساتلو ته پام ونشي، بیا رغول یې ۸.۳ میلیارده ډالر غواړي
سیګار وايي که د سړکونو ساتلو ته پام ونشي، بیا رغول یې ۸.۳ میلیارده ډالر غواړي

دا راپور داسې مهال خپریږي چې د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسن مرتضوي د شنبې په ورځ وویل په تیرو دوو میاشتو کې د افغانستان په ۱۱ ولایتونه کې د وسله‌والو طالبانو د بریدونو له امله څه باندې دوه میلیارد افغانۍ زیان اوښتی.

ښاغلي مرتضوي وویل د استوګنې ۵۳۰۵ کورونه، ۱۸۱۸ دوکانونه، ۳۰۲ ښوونځي او ۴۲ روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي دي. هغه همداراز وویل چې شپږ لوی پلونه، ۱۷۰ پلچکونه، ۱۲۳ کیلومتر سړک، ۲۰۳ استنادي دیوالونه او ۲۹۳ د تیریدو ځایونه هم زیانمن شوي دي.

د سړکونو ساتل میلیونونه ډالر غواړي

د فواید عامې وزارت د سیګار پلټوونکو ته ویلي د کال ۱۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې دا ټولې لارې په سم ډول وساتل شي، خو د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ دغه وزارت ته د کال ۲۱.۳ میلیونه ډالر ورکړل شوي دي.

سیګار وايي د سړکونو د بیا ساتلو په برخه کې پام وړ مرسته نه ده شوې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د راتلونکو پنځو کلونو د بودیجې برابرولو لپاره یا باید د عایداتو نورې لارې پيدا کړي او یا هم پر مرسته کوونکو تکیه وکړي او ۵۰۰ میلیونه ډالر پېدا کړي.

د سیګار وړاندوینه دا ده چې په دې برخه کې که افغان حکومت ضروري اصلاحات راونه ولي، د افغانستان د سړکونو ساتل او ثابت مدیریت به یو خیالي هدف وي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو مخکني جنرال سیګار ته ویلي چې افغان حکومت تل قراردادونه لاسلیک کړي او ویلي دي چې د پروژې د ساتلو مسولیت او ظرفیت لري، خو په اصل کې دا ظرفیت نلري.

د راپورونو له مخې له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا په افغانستنان کې څه باندې ۲۳۰۰ کیلیو مېتره سړکونه پاخه شوي او جوړ شوي دي، چې په ځینو برخو کې طالبان او د افغان حکومت ضد نور اورپکوي په لویو لارو بمونو ښخوي او سړکونه ورانوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG