د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې ځانمرګي برید شپږ وژلي او ٣٠ یې ټپیان کړي


 روغتون ته ټپیان لیږدول کیږي (ارشیف)

روغتون ته ټپیان لیږدول کیږي (ارشیف)

د هلمند ولایت د پوليسو د قوماندانۍ ویاند سمونمل فرید احمد عبیدي امریکا غږ ته وويل چې د لښکرګاه په ښارکې نن د پوليسو د یو منصبدار د کور مخ ته ځان وژونکې شپږ تنه وژلي او ۳۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي چې په وژل شویو کسانو کې درې يې پوليس او درې نور يې ملکي وګړي دي .

ښاغلی عبیدي وایي چې ٢٩ ټپیانو کې اوه يې پوليس او پاته يې ملکي وګړي دي.

د هلمند سمیه ییز چارواکي وايي چې ځانمرګي برید کوونکی له چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر د نوزاد د پوليسو د مخکني قوماندان عبدالله خان د کور مخ ته وچاوه چې له امله یې پخپله عبدالله خان هم ټپي شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته وويل چي د پېښې ټپیان د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.

خو ښاغلی ځواک وایي چي ممکن د مرګ ژوبلې په شمېر کې بدلون راشي.

هغه وایي چې د چاودنې له امله په سیمه کې د خلکو د خټو جوړو ډیر کورونو ته هم زیات زیان رسیدلی دی او اکثره د سر زیان هم په همدغه سیمه کې عامو خلکو ته رسیدلی.

تر اوسه چا د دغې چاودنې مسئولیت په غاره نه دی اخیستی.

بلخوا بیا د هلمند په ګاونډي ارزګان ولایت کې نن د یوې کورنۍ شپږتنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي .

پوليس وايي چي پېښه د کورنۍ شخړې له کبله رامنځ ته شوې چې د کورنۍ یوه تن خپل پلار، وروڼه او وریرونه د ټوپک په ډزو وژلي او د کورنۍ دوه ښځينه غړې يې ټپیانې کړی دي.

د اروزګان د پوليسو مشر مل پاسوال مطیع الله خان امریکا غږ ته وويل چي برید کونکی هم د ترینکوټ ښار په اړوند سیمه کې په خپل کور کې د پوليسو په ډزو کې هغه مهال ووژل شو چي پولیسو ته یې د وسلې له سپارلو څخه ډډه وکړه .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG