د لاس رسي وړ اتصالات

شپاړس نویو وزیرانو لوړه وکړه


له شپږو میاشتو وروسته د ملي یووالي حکومت کابینه د بشپړیدو په حال کې ده، یوازې د ملي دفاع وزارت څوکۍ لا هم خالي ده.
له شپږو میاشتو وروسته د ملي یووالي حکومت کابینه د بشپړیدو په حال کې ده، یوازې د ملي دفاع وزارت څوکۍ لا هم خالي ده.

ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې لنډې خبرې وکړې او له وزیرانو څخه يې وغوښتل، چې په راتلونکو درې اونیو کې د کابینې د لومړیو سلو ورځو کاري پلان د عملي کولو چارې بشپړې کړي.

ولسمشر وویل "زمونږ کار ډیر زیات دی، له تاسې یوه هیله لرم، هغه کسان چې تاسې ته کاغذي ګلان راوړي ورته ووایئ چې رانشي یا د ورځې یو ساعت یا دوه ساعته ځانګړي کړئ، چې په هماغه دوو ساعتونو کې راشي".

نږدې درې میاشتې مخکې ولسمشر اشرف غني ولسي جرګې ته پينځه ویشت نوماند وزیران، د ملي امنیت عمومي ریاست او د افغانسان بانک ریاست ته نوماندان استولي وو.

هغه مهال ولسي جرګې ۸ نوماند وزیران او د ملي امنیت ریاست نوماند ته د باور رایې ورکړې او پاتې نور یې رد کړل.

خو د روان زیږدیز کال د اپریل میاشتې په اته‌لسمه نېټه ولسي جرګې د افغان ولسمشر له‌خوا معرفي شويو ۱۶ واړه نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې.

د ولسي جرګې له‌ خوا د ۱۶ نوماند وزیرانو د تائیدولو په غبرګون کې ولسمشر غني، یو ځل بیا د لوړې په مراسمو کې له ولسي جرګې څخه مننه وکړه او د هغوی دا کار یې، چې په یو وار یې ۱۶ وزیرانو ته د باور رایه ورکړه، وستایه.

له شپږو میاشتو وروسته د ملي یووالي حکومت کابینه د بشپړیدو په حال کې ده، یوازې د ملي دفاع وزارت څوکۍ لا هم خالي ده.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې افغان ولسمشر افضل لودین د ملی دفاع وزارت څوکۍ ته نومولی وو خو د نوموړي پر سر د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ اختلافات د دې لامل شو چې هغه له خپلې نوماندې لاس په سر شي.

که څه هم ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله د ملي دفاع وزارت ته د دغه وزارت د پيژندوال عبدالله حبیبي پر نومولو هوکړه کړې ده خو هغه تر اوسه د ولسمشر لخوا په رسمي توګه ولسي جرګې ته نه دی معرفي شوی.

XS
SM
MD
LG